یو قاضي پر خپلې ناسکه لور د جنسي تېري په تور ونيول شو

د سمنګان ولایت سيمه ییز چارواکي وايي، چې د دغه ولایت پخوانی رییس د خپلې ښځې پر لور د جنسي تېري کولو په تور د پولیسو له خوا نيول شوی دی.

دغه نجلۍ ۱۸ کلنه ده او د بل پلار نه پاتې ده، د دې مور څو کاله وړاندې د سمنګان د محکمې پخواني رییس سره واده کړی و.

د دغو چارواکو په وينا د قاضي نوم تورګل دی او د شاوخوا ۳ کلونو راهیسې پر خپل لور جنسي تېری کوي، چې اوس یو ۳ کلن ماشوم هم لري.

همدارنګه د راپورونو پر بنسټ د دغې نجلۍ په خیټه کې يو ۶ میاشتينی ماشوم هم شته.

د سمنګان ولایت د قومندانۍ ویاند منير احمد رحيمي سلام وطندار ته وویل، چې د قاضي تور ګل مېرمن دوی ته شکایت کړی و او د هغې د شکایت پر بنسټ يې نوموړی نن یکشنبه( سپټمبر ۲۱) نيولی دی.

له بل لوري بیا د سمنګان ولايتي شورا غړی محمد هاشم تورګل وايي، چې دغه نجلۍ له کوره تښتېدلې او وروسته يې بیا د سمنګان پولیسو ته شکایت کړی.

قاضي تورګل، چې له دې وړاندې د سمنګان د محکمې رییس و، خپله دغه ناسکه لور بامیان ته وړې او هلته يې پرې جنسي تېری کړی.

دغه ۱۳ کلنه نجلۍ اوسمهال د سمنګان په ولايت کې اوسيږي او د عدلي او قضايي ارګانونو څخه غواړي، چې پلندر يې باید په اشد مجازات محکوم شي.

په فاریاب کې د يوې پېغلې نجلۍ ځان وژنه

د یو بل خبر له مخې د فاریاب ولایت پښتون کوټ ولسوالۍ په امام صاحب سيمه کې یوې پېغلې نجلۍ ځان په دار ځړولې.

د پښتون کوټ ولسوالۍ سرپرست عبدالقدير قادري سلام وطندار ته وویل، چې ۲۰ کلنه ګلالۍ نن مخکې له ماسپښينه ځان وژنه کړې.

قادري زیاتوي، چې ګلالۍ د پښتون کوټ په " چماق" سيمه کې د يو هلک سره کوژدن شوې وه او نامزد يې بله ښځه هم درلوده.

هغه د دغې ځان وژنې عمده علت کورنۍ تاوتريخوالی بولي او وايي، چې امنيتي ځواکونه د هغې د وژنې د لامل په اړه څېړنې پېل کړې دي.

د فاریاب ولایت د روغتون مسوولينو هم د ګلالۍ د وژنې تایید کوي او وايي، چې د ګلالۍ په نوم يو جسد له دوی سره شته.

د اسدالله په نوم د ګلالۍ ماما وايي، چې هغې د ميرګي مرض او د خپلې نامزد په خاطر، چې دویمه ښځه لري ځان وژنه کړې.

په فاریاب کې د بشري حقونو د ولايتي دفتر مشر سېد حفيظ الله فطرت وايي، د روان کال راهیسې دا پنځم ځل دی، چې پېغلې ځان وژنه کوي.

څو ورځې وړاندې يوې بلې پېغلې د فارياب ولایت په خواجه سبز پوش سيمه کې په "چره ییز" ډوله ټوپک ځان ووژلو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام