د افغانستان د کانونو او پطرولیم وزارت چارواکي وایي، چې د لوګر د مس عینک پروژي ټولې ستونزي هوارې شوي دي او چین باید د مس عینکو د کان د کېندلو چارې پيل کړي.
د افغانستان د کانونو او پطرولیم وزیر داود شاه صبا د لوګر مس عینک ته د سفر په ترڅ کې په لوګر کې خبریالانو ته وویل، چې د مس عینکو کان د امنیت، تاریخي اثارو د خوندیتوب، په سیمه کې بې ځایه شوي کډوال او د ماینونو ویستل هغه ستونزې وې، چې د پروژې کارونه یې درولي، خو په وینا یې اوس دا ټولې ستونزې له منځه تللي دي او د کار ځای د چینایانو له پاره بیخي چمتو دی.
ښاغلي صبا زیاته کړه، چې د چین "ام سي سي" کمپنۍ او د افغانستان د کانونو او پطرولیم وزارت تر منځ د شوي تړون په منځ کې هم ستونزې شته.
هغه زیاته کړه، کانونو وزارت له "ام سي سي" چینایي کمپنۍ سره په تړون کې د موجودو ستونزو په له منځه وړلو کار کوي، خو که چېرې ستونزي هواري نه شي او چینایان پر پروژه عملي کار پيل نه کړي؛ تړون به لغوه کړي.
په غونډه کې د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزیر عبدالباري جهانې هم وویل، چې په مس عینکو کان کې يې د تاریخي اثارو د راسپړولو چارې دوه برابره ګړندۍ کړي او ډېر ژر به په دغه کان کې د تاریخي اثارو د رایستلو چارې پای ته ورسېږي.
جهانې زیاته کړه، چې د تاریخي اثارو شاوخوا ۲۵ کورني او نړیوال پېژوندوکي دغه کان کې د تاریخي اثارو د شتون او راسپړولو پر موخه څېړنې او موندنې کوي.
د افغانستان د کانونو وزارت چارواکي وايي، چې د عینکو مسو کان په رایستلو سره به هر کال افغان حکومت ته له درېیو څخه تر څلور سوو میلیونو ډالرو ګټه ورسېږي.
د لوګر ولایت والي محمد حلیم فدايي هم د چینایې "ام سي سي" کمپنۍ څخه خوښ نه برېښي او وایي، چې چینایان باید د کان د رایستلو عملي استخراج پيل کړي.
د ده په وینا، چینایانو په تېرو څو کالونو کې هیڅ نه دی کړی او د لوګر خلک له چینایانو غواړي، چې د مسو عملي استخراج پيل کړي.
د مسو دغه کان د لوګر په شمال ختیځ او د کابل په جنوب کې د دنګو غرونو تر شا پروت دی، چې په سیمه کې د مسو ستر کان پېژندل شوی دی او له نن څخه شاوخوا ۷ کاله وړاندې یې له "ام سی سی" چینايي کمپني سره د استخراج تړون شوی و.





