په اصلاحاتو او ښې حکومتولۍ کې د ولسمشر ځانګړی استازی احمدضیا مسعود وايي، چې قوم پالنه د اوسني کړکېچ يو له عمده لاملونو ګڼل کيږي.
هغه زياتوي، چې د قوم پالنې له امله اوسمهال د افغانستان زياتې سيمې ناامنه شوې دي.
نن پنجشنبه چې د اګست میاشتې له ۲۷ مې نېټې سره برابره ده، په رسمي توګه د افغانستان د جهادي او ملي ګوندونو د عالي شورا د موجودیت اعلان وشو.
په دغه غونډه کې په اصلاحاتو او ښې حکومتولۍ کې د ولسمشر ځانګړي استازي وویل، چې د همدغې معضلې د له منځه وړلو له پاره يې دغه شورا رامنځ ته کړه.
د دې شورا يواځنۍ موخه په افغانستان کې د اوسني کړکېچ له منځه وړل په ګوته شوي.
احمدضیا مسعود همدارنګه زياته کړه، تر هغه چې د افغانستان قومي ټولنه په يوه ملي ټولنه بدله نه شي؛ سياسي او اقتصادي پرمختګ امکان نه لري.
هغه وویل، چې د ملي یو والي حکومت د دوو قومي قطبونو په نتیجه کې رامنځ ته شوی او همدا لامل دی، چې زیات شمېر اختلافات يې راپېدا کړي دي.
د ملي ژغورنې د جبهې مشر صبغت الله مجددي او د دغې شورا غړی وايي، چې ورځنۍ ناامنۍ، فساد او د بهرنیو هېوادونو لاسوهنو دې ته اړ ویستل، چې دغه شورا جوړه کړي.
ده له نورو ګوندونو غوښتنه وکړه، چې له اوسني خراب حالت نه د افغانستان د راویستلو له پاره له دې شورا سره یوځای شي.
دغه شورا د هېواد د مشهورو ۷ سیاسي او جهادي ګوندونو د مشرانو له خوا جوړه شوې ده.
د اسلامي وحدت ګوند مشر او د پخواني ولسمشر حامد کرزي دویم مرستیال کریم خلیلي هم په دغه غونډه کې وویل، چې په هېواد کې د روانې نا امنۍ او سیاسي بې ثباتۍ له پاره یو مدني حرکت ته اړتیا ده او دوی د دغه کار له پاره د یو ملي حرکت په پار راوتلي دي.
خلیلي وویل، چې دغه شورا خپلواکه ده او په هیڅ هېواد او بنسټ پورې تړلې نه ده.
هغه زیاته کړه، چې د حکومت د ښو کړنو هرکلی او پر ناسمو هغو انتقاد کوي.
خليلي همداراز تاکید وکړ، چې د خپلو مدني حرکتونو په واسطه د ناامنیو او فساد پر ضد مبارزه کوي.
دغو رهبرانو ټينګار وکړ، چې د قومپالنې او نژادپالنې نه په فاصلې او د ملي فکر پر عامه پوهاوي له لارې د دې امکان شته دی، چې په هېواد کې د روانو ستونزو مخه ونیول شي.