د هېواد پلازمېنه به د سنبلې په ۱۴مه د سام (Senior Official Meeting) دویمې ناستې کوربه وي.
دغه ناسته د افغان دولت د هغو ژمنو او مرستو د حساب ورکونې اډانې جوړولو په اړه تر سره کیږي، چې د لندن په کنفرانس کې افغان حکومت منلې وې.
د سام په ناسته کې به د تمویل کوونکو هېوادونو د مشرانو سر بېره، سفیران، د ملګرو ملتونو استازي، د ملي یووالي حکومت مشران، د کابینې وزیران، مدني فعالان او د ځېنې رسنیز فعالان ګډون وکړي.
د مالیې وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیمزي د سام ناستې په اړه له سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې د دې ناستې مشري به د مالیې وزیر اکلیل حکیمي او د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو استازي له خوا کیږي.
عبدالرحیمزي وویل، چې په دې ناسته کې افغانستان باید ټولو هغو پوښتو ته ځواب ووايي، چې د توکیو او لندن په کنفرانس کې د مرستو د لګښت په اړه ژمنې کړې وې.
همدا ډول نړېواله ټولنه به د هغو ژمنو په اړه ځواب ورکړي، چې په دوو کنفرانسونو کې یې له افغان حکومت سره ژمنې کړې وې.
په ورته وخت کې مدني فعال عبدالله احمدي د دغې ناستې په اړه وویل، دغه دویمه ناسته چې په کابل کې د حساب ورکونې د چوکاټ تعینولو تر سرلیک لاندې جوړیږي، پر اقتصادي مرستو، د بشري په ځانګړي ډول ښځو حقونو، د یموکراسي، ټاکنو، پایدار پرمختګ، سوله او د عدالت پر مسایلو راڅرخي.
د احمدي پر وینا، افغان حکومت باید په ۵۲ برخو کې هغه ژمنې، چې د لندن او توکیو په کنفرانسونو کې کړې وې، ځواب ووايي، او همدا ډول نړېواله ټولنه د مرستو د رسولو د څرنګوالي په برخه کې افغان دولت ته ځواب ورکړي.
د سام ناستې پېلول له هغو ژمنو نه و، چې افغان حکومت تېر کال د لندن په ناسته کې نړیوالې ټولنې سره ژمنه کړې وه، چې له مخې به یې نړیواله ټولنه د ژمنو شویو مرستو نوې پېر په اړه پرېکړه کوي.