د امريکا متحده ایالات ټينګار کوي، چې پاکستان باید وسله وال طالبان له افغان حکومت سره د خبرو اترو میز ته حاضر کړي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ویاند جان کربي د يوې خبري ناستې په ترڅ کې ويلي، چې امريکا د پاکستان او افغانستان ترمنځ له همکارۍ او خبرو اترو هرکلی کوي.
د بهرنيو چارو وزارت ویاند زیاته کړې، پاکستان باید افغانستان سره د سولې په برخه کې داسې مرستې وکړي، چې په نتيجه کې يې په سيمه کې ترهګريز فعاليتونه او تاوتريخوالی پای ته ورسيږي.
جان کربي خبریالانو ته دا هم ويلي، چې افغان او پاکستاني ځواکونه د ترهګریزو فعاليتونو له امله سخت زيانمن شوي.
د ملي وحدت حکومت د رامنځ ته کېدو سره سم افغان حکومت وغوښته، څو د تېرو ۱۳ کلونو برعکس له پاکستان سره خپلې اړيکې ښې کړي.
پاکستان ته د ولسمشر محمد اشرف غني له سفر سره سم د ياد هېواد لومړي وزیر نواز شریف او نور لوړ پوړي پاکستاني مقامات افغانستان ته پټ او ښکاره سفرونه وکړل.
د کابل او اسلام اباد په اړيکو کې بې ساری مثبت بدلون د نړۍ د هېوادونو له هرکلي سره مخ شو.
سمدلاسه پاکستان اعلان وکړ، چې ډېر ژر به افغان طالبان د سولې خبرو اترو ميز ته حاضر کړي.
همدا وو، چې د اسلام اباد په مري ښار کې د لومړي ځل له پاره د افغان پلاوي او طالب سياسي چارواکو مخامخ خبرې اترې وشوې.
د دغو خبرو اترو پایلې مثبتې و ارزول شوې او د ۲۰۱۵م ز د جولای په وروستۍ پاکستاني مقامات وعده وکړه، چې د سولې خبرو اترو دویم پړاو به هم په پاکستان کې ترسره شي.
هماغه وو، چې د ملاعمر د مړينې خبر خپور شو او د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت اعلان وکړ، چې طالبان به د سولې خبرو اترو دویم پړاو تر یوې نامعلومې نېټې پورې وځنډوي.
وروسته یو ځل بیا د پخوا په څېر د افغانستان نسبي ارامي ته صدمه ورسېده او د هېواد په بېلابېلو ولايتونو په ځانګړي ډول کابل ښار کې درنې چاودنې وشوې.
دغې چاودنې د افغان حکومت سخته غوسه را وپاروله او افغان ولسمشر محمد اشرف غني د يوې خبري ناستې په ترڅ کې د پاکستان پر حکومت مستقیماً سختې نيوکې وکړې او دغه هېواد ېې د ترهګرو ملاتړ کوونکی وباله.
اوس داسې ښکاري، چې امريکا يوځل بیا غواړي دغه هېواد د سولې خبرو اترو له پاره وهڅوي، څو طالبان افغان حکومت سره د مذاکرې میز ته حاضر کړي.





