ماليې وزارت د روان کال په ۶ لومړیو میاشتو د کورنیو عوایدو په برخه کې د ۷ میلیاردو افغانیو په راټولو کې پاتې راغلی دی.
دغه وزارت د ګمرک رییسانو، مستوفیانو او د وزارت له ارشدو کارمندانو سره په دوه ورځنۍ ناسته کې نن د (اګسټ په ۱۷مه) د ۱۳۹۳ مالي کال او ۱۳۹۴ کال د لومړیو شپږو میاشتو کورني عواید و ارزول.
په دې ناسته کې د مالیې وزیر اکلیل حکیمي وویل، سږکال د کورنیو عوایدو د ټولولو لپاره له ټاکل شوې اندازې له ۶ تر ۷ میلیارو افغانیو کمې پیسې راټولې شوي دي.
نوموړي دا څرګنده نه کړه، چې له کمرګونو او مستوفیتونو سږکال څو میلیارده افغانۍ د کورنیو عوایدو په برخه کې راټولې شوي دي.
د مالیې وزیر وویل، افغانستان نړیوالې ټولنې سره ژمنه کړې ده، چې له کورنیو تولیداتو خپل لګښت پوره کړي او پر همدې بنسټ د ګمرکونو له مسولینو سره هوکړه شوې وه.
حکیمي د ګمرکونو او مستوفیتونو رییسانو ته ۳ میاشتې وخت ورکړ، چې د کورنیو تولیداتو په برخه کې ټاکل شوی هدف پوره کړي او خبرداری یې ورکړ، چې د نه پوره کېدو پر وخت دې له خپلې دندې استعفا ورکړي.
په ورته وخت کې د زابل مستوفي حاجي شمس الدین وویل، سره له دې چې زابل یو ناامنه ولایت دی، خو دوی په دې لټه کې دي، چې دغه شمېر پیسې د کورنیو تولیداتو له اړخه پوره کړي.
د لوګر ولایت د مستوفیت د عوایدو امر عبدالرافع مدقق وايي، د ناامنیو له امله د لوګر ولایت ۶ شپږو ولسوالیانو له ډلې یې یواځې د ۲ ولسوالیو کورني عواید راټولوي.
سږ کال د کورنیو عوایدو د راټولو لپاره د حکومت له خوا ۱۲۰ عشاریه ۴ میلیارده افغانۍ هدف ټاکل شوی و، خو د مالیې وزارت چارواکو د سږ کال د ۶ میاشتو په موده کې د راټولو شويو پیسو شمېر په ډاګه نه کړ.
د مالیې وزیر د ګمرک له رییسانو وغوښتل هغه مامورین، چې په بډو کې لاس لري لوموړی دې په نښه او بیا دې یې له دندو ګوښه کړي.