بیجنګ، کابل ته طالبانو سره د مذاکراتو له پاره د مرستې وړاندیز کړی

چين ویلي، چې دوی د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د خبرو اترو په برخه کې مرستې ته پوره چمتو دي.

د ياد هېواد د بهرنيو چارو وزارت زیاته کړې، چې چين تل د یو باثباته افغانستان ملاتړ کړی او اوس هم د وسله والو طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د خبرو اترو په برخه کې مرسته کولی شي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د خبرو اترو په برخه کې د پاکستان د رول ستاینه هم کړې.

د ياد هېواد د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې په افغانستان کې د سولې راوستو له پاره خبرې اترې تر ټولو غوره لاره ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغان حکومتي مشرانو او وسله والو طالبانو ترمنځ د لومړي ځل له پاره د پاکستان په مري ښار کې مخامخ خبرې اترې وشوې هغه مهال د خبرو اترو د دویم پړاو له پاره هم د تېر جولای میاشت وروستۍ نېټه  ټاکل شوې وه، خو کله چې د طالبانو مشر ملاعمر د مړينې خبر خپور شو، نو طالبانو د دویم ځل خبرو اترو له پاره د رد ځواب ورکړ.

له څو ورځو ځنډ وروسته د طالبانو ځای ناستي ملااختر منصور خپلو جنګیالیو ته امر وکړ، چې باید په افغانستان کې خپلو جګړو ته دوام ورکړي.

د دغه اعلان سره سم د افغانستان په بېلابېلو سيمو په ځانګړي ډول کابل ښار کې بمي چاودنې او ځانمرګو بريدونو زور واخیست.

د شاه شهید له برید وروسته، چې پکې ۲۰ تنه ملکي وګړي ووژل شول او  شاوخوا ۴۰۰ تنه نور ټپیان شول له پاکستان سره د افغان دولت ترمنځ روابط په بې ساري توګه ترینګلې شوې.

افغان ولسمشر اعلان وکړ، چې د پاکستان (ارمي پبلک سکول) باندې بريد د پاکستان له پاره د عطف نقطه وه او د افغانستان له پاره به د شاه شهيد برید د عطف ټکی وي.

هغه وویل، چې د سولې ابتکار به له دې وروسته د افغانانو په لاس کې وي او پاکستان باید د ترهګرو ځاله په خپله خاوره کې په نښه کړي.

هغه په ډېر جديت سره د يوې خبري ناستې پر مهال زیاته کړه، چې افغان حکومت تل پاکستان ته د سولې پېغام استولی، خو هغوی دغه پېغام ته په جنګ ځواب ورکړی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام