تحریک طالبان پاکستان (ټي، ټي، پي) سره تړلو عالمانو او د قبایلي سيمو د عالمانو په استازيتوب د افغانستان د عالمانو شورا د فتوې پلوي کوي او وايي، چې دوی د پاکستان پوځ پر ضد افغاني عالمانو د جهاد فتوا صادرولو کلک ملاتړ کوي.
د پاکستاني طالبانو ویاند احسان الله احسان رسنيو ته د خبرپاڼې په لېږلو سره ویلي، چې " د جماعت الاحرار سرہ تړلو علماوو او د قبایلي سیمو د علماوو په نمایندګۍ سرہ د دغه فتوی تائید کوو او دا ډاډ ګیرنه ورکوو، چې موږ مو پر شا ولاړیو"
دوی ويلي، چې د علماوو دغه نیک عمل ته نیکې پیرزوېنې وړاندې او د افغان عالمانو له دغې حق پرستانه اقدام څخه ملاتړ کوي.
په دغه خبرپاڼه کې راغلي، چې د پاکستان پوځ د بې ګناہ مسلمانانو په وژلو، نیولو، او زورولو بوخت دي.
تحریک طالبان پاکستان ویلي، چې د پاکستان سره د جهاد له اعلان پرته بله کومه لاره نه ده پاتې.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د عالمانو شورا د شاه شهید پېښې ته په اشارې سره ویلي وو، په افغانستان کې د روانې نا امنۍ او وژنو اصلي لامل پاکستان دی.
دې شورا په کابل کې د (اګست په ۱۳مه) د شاه شهید پېښې په ځای کې د یوې غونډې پر مهال د پاکستان پر ضد جهاد فرض وګڼلو.
دوی دا هم ويلي وو، چې پاکستاني استخبارات او نظامیان یې د اسلام خلاف کړنو کې بوخت دي او د افغانانو پر وړاندې یې ترهګریز پلوی دریځ خپل کړی دی.
د افغانستان د عالمانو شورا غړي زياته کړې وه، چې ځانمرګي بریدګر د اسلامي ارشاداتو په اړه پوره پوهه نه لري.
دغو عالمانو ژمنه وکړه، که چېرې اړتیا پېښه شي؛ د هېواد د دفاع له پاره به نظامي لباس پر تن کړي او له ملي ځواکونو سره به یو ځای په لیکو کې ودرېږي.
د عالمانو شورا پر خلکو غږ وکړ، چې افغان ولس تر اوسه د هیڅ زور په مقابل کې نه دی تسلیم شوی او نه به تسلیم شي.
د ویلو ده، چې د کابل ښار شاه شهید سیمه کې یوه اوونۍ مخکې د جمعې په شپه ناوخته د (اګست په ۷مه) له چاودېدونکو توکو یو ډک موټر وچاودېد، چې له امله يې شاوخوا ۲۰ تنه ووژل شول او نېږدې ۴۰۰ نور کسان یې ټپيان کړل او ولسي خلکو ته یې مېليونونه زیانونه واړول.
دغه راز، له همدې پېښې دوه ورځې وروسته ماښام مهال د کابل د پولیسو اکاډمۍ مخې ته ځانمرګی برید وشو، چې له امله یې شاوخوا ۴۰ پولیسو ته مرګ ژوبله واوښتله.
له دې سره هم مهاله د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د عامو خلکو، مدني ټولنو او خوځښتونو له خوا د پاکستان او وسله والو طالبانو پر ضد لاریونونه وشول او پاکستان یې په افغانستان کې د روان ناروین اصلي کرکټر وګڼلو.
د افغانستان د ملي امینت لوی ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د شاه شهید پېښه د پاکستان کار بللی و او لیکلي یې وو، چې وسله وال طالبان په افغانستان کې د پاکستان د پوځ دنیابتي جګړې وسیله ده.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم د وروستيو خونړيو پېښو په غبرګون کې د دوشنبې په ورځ د (اګست په ۱۰مه) په یو خبري کنفرانس کې وویل، چې پاکستان د افغانستان له پاره صادق نه دی او اوس هم له دغه هېواده افغانانو ته د جنګ پېغامونه استول کېږي.
یاده دې وي، چې دا لومړی ځل دی، چې د افغان عالمانو شورا د پاکستان پر ضد د جهاد د فتوې ورکولو دریځ خپلوي او د نورو پاکستاني عالمانو له خوا يې هم ملاتړ کيږي.