په کندهار کې “شنې خونې” ډېرې شوې دي

د کندهار ولایت د کرنې ریاست مسولین وايي، چې په دې ولایت کې شنو خونو ښه وده کړې او دغې چارې بزګرانو ته خورا اسانتياوې برابرې کړې دي.

د راپورونو پر بنسټ، اوسمهال د کندهار په یو شمېر ولسوالیو کې تر ۱۰۰ زیاتې شنې خونې جوړې شوي، چې د بزګرانو پر ژوند یې مثبت اغېز کړی دی.

د کندهار د کرنې ریاست د طبعيي سرچینو امر محمد حامد سعادت وايي، چې د (ای، ار، ډي) له خوا یواځې د ارغنداب په شنه او سمسوره ولسوالۍ کې ۶۵ شنې خونې جوړې شوې دي.

سعادت وايي، چې د (فوډ زون) د پروګرام له خوا هم په پنځو نورو ولسوالیو کې ورته شنې خونې جوړې شوې دي.

نوموړی وايي، په یادو او ځېنو نورو ولسوالیو کې په خپله بزګرانو د شنو خونو د جوړولو کارونه پيل کړي دي.

د سعادت پر وينا، د (فوډ زون) له خوا ۴۰ نورې شنې خونې هم په ژېړۍ، پنجوايي، شاه ولیکوټ، ارغسان او میوند ولسوالیو کې جوړې شوې دي.

د پنجوايي ولسوالۍ یو تن بزګر، چي په شنه خونه کې يې سبزیجات کرلي دي، له خپل کار نه خوښ دی او وايي، د موسیساتو او دولت د مرستې ترڅنګ، په خپله خلک هم توانېدلي، چې د خپلو حاصلاتو د ښې پایلې لپاره شنې خونې جوړې کړي.

دغه بزګر محمد اکبر نومېږي او زیاتوي، که دولت ورسره مرسته ونه کړي؛ همت له لاسه نه ورکوي او هڅه به وکړي، چې له شته امکاناتو نه کار واخلي.

د کندهار د کرنې ریاست مسؤلين هم دغه خبره کوي او وايي، بزګرانو د شنو خونو ګټې لیدلي او تر خپلې وسې کوښښ کوي، چي دغه لړۍ جاري وساتي.

د دوی په قول، د پالیزونو پر وخت  یې حاصلات کم وي اود څو میاشتو لپاره دوام کوي، خو د شنو خونو حاصلات ژمی او دوبی نه غواړي.

د کندهار ښار په سبزي مارکیټ کې یو تن دوکاندار اسدالله وايي، د شنو خونو ډېرښت د دوی پر کاروبار مثبت اغېز کړی دی.

نوموړی وايي، خلک هم د شنو خونو تازه سبزي زیات خوښوي.

دوکاندار وايي، چې مخکې يې یو دوکان  سم نه چلېد، خو اوس يې دوه دوکانونه ورته نیولي او له خپلو وروڼو سره په دغه کاروبار کې ډېر خوښ دي.

د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کي د فضلباري په نامه یو بزګر په خپله ځمکه کې شنه خونه جوړه کړې او وايي، مخکې به یواځې د دوبي په موسم کې په کار اخته وو، خو اوس په ټول کې کال کې نه اوزګاريږي په دې سره يې د کورنۍ اقتصاد هم پیاوړی شوی دی.

نوموړی له دولت او د کرنې په اړه له خیریه بنسټونو هیله کوي، چي له دوی سره د شنو خونو د لا ښې ودې له پاره مرستې او لارښوونې وکړي.

د کندهار پوهنتون د کرنې پوهنځي استادان او د کرنې ریاست مسلکي کارکوونکي وايي، شنې خونې یا ګرین هاوزونه د کوکنارو د کر مخنیوي له پاره هم یو ښه بدیل په توګه ګڼل کېږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام