د پکتيا په وزې ځډرانو، څمکنيو، لجه منګلو، اريوب ځاځيو او احمدخيلو ولسواليو کې شاوخوا دوه زره جريبه د کرځمکه او فصلونه د سيلابونو له امله تخريب شوي او يو شمير کورونه نړېدلي.
له تېرې يوې اوونې را هيسې په يادو ولسواليو کې د سختو بارانونو له امله سیلابونه راوتلي، چې له امله يې کروندې، پلونه او د اوبو ويالې ډکې شوي او ځايي اوسېدونکو ته يې سخت مالي زيانونه اړولي دي.
احمدشاه د احمد خېلو ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی وايي، چې یواځې د دوی شاوخوا سیلابونو ۵۰ جریبه ځمکه له منځه وړې ده.
سيلاب ځپلي وايي په تېرو څو کلنو کې سيلابونو داسې ساری نه درلوده او زیاتوي، چې د دغو سیلابونو له وجې يو شمېر حاصل خېزې سيمې له منځه تللي.
پکتيا د احمدخيلو ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی پخپلو خبرو کې سلام وطندار ته زیاته کړه، چې په همدغو فصلونو يې اړتيا پوره کېده، چې اوس يې هيڅ څه يې له لاسه نه کيږي.
هغه له دولت څخه د لازمو مرستو غوښتنه کوي.
د پکتيا د ناورينونو پر وړاندې د مبارزې رياست چارواکي هم دا مني، چې په وزې ځدراڼو ولسوالۍ کې د دوی د سروې په اساس ۷۰۰ جريبه د کرځمکه او ۲۴کورونه او په نورو ولسواليو کې شاوخوا ښپاړسوه جريبه حاصل خيزه ځمکه او ۲۰۰ کورونه زيانمن شوي.
د ياد رياست رييس ډاکټر علي شاه مسوي له سلام وطندار سره په خبرو کې وويل، چې د نورو ولسواليو له پاره يې هم پلاوی ليږلي څو معلومه کړي چې څومره ځمکي او کورونه سيلابونو خراب کړي.
د یادونې وړ ده چې سږکال دهیواد په بیلابیلو ولایتونو، خو په ځانګړې توګه لوګر، فاریاب، بغلان، سرپل، ننګرهار، لغمان کونړ او نورستان ولایتونو کې هم سیلابونو تر اوسه ستر تاوانونه خلکو ته اړولي دي.