د افغانستان فوټبال فدراسیون له خوا ملي لوبډلې ته د غوره لوبغاړو پېدا کولو په موخه د المان فرانکفورټ ټاکنیزکمپ پای ته ورسېد.
د فوټبال فدراسیون د خبرپاڼې له مخې، دغه غوراوي کمپ څخه یې غوره لوبغاړي ملي لوبډلې له پاره په نښه کړي، چې ډير ژر به له پخوانیو لوبغاړو سره یوځای اعلان شي.
د یادونې وړ ده، چې د فرانکفورټ د یوې اوونۍ ټاکنیز کمپ د افغانستان نړېوال (الکوزي) شرکت په مالي مرسته ترسره شوه، چې په کې د امریکا، سویډن، ناروی، هالینډ، انګلستان، اسټرالیا او چک هېوادونو کې میشت ۲۴ مخکښه افغان فوټبالرانو برخه اخیستې وه.
د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې د فرانکفورټ ټاکنیزکمپ ته له ډنمارک څخه ویس عزیزي، له چک هیواد نه داود روشن، له انګلستان نه امید ارین خواص، حمید زماني، ولید ایماق او شبیرغلام محمد، له هالینډ نه معراج الله داد، صدیق ولي زاده، پرویز مرادي، امید پوپلزې او ارسلان حیدري، له المان نه زبیرامیري، ایمل شیرزاده، او مسیح سیغاني، له اسټرالیا نه اقبال جوادي، علي غلامي او زلفي نظري، له ایتالیا نه متین نجفي او نیکان صادقي، له سویډن نه حسن نجفي او جاهد جاوید، له امریکا نه نومیالی هاشمي او له ناروی نه مصطفی جعفري رابلل شوي وو.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې چې ملي لوبډلې ته دغوره نویو لوبغاړو د پیدا کولو په موخه د افغانستان او الماني کلب (بوخیا فلایدن) ترمنځ دوستانه لوبه هم وشوه، چې په کې افغانستان ۱-۳ ماتې وخوړه.
د افغانستان فوټبال فدراسیون زیاتوي، چې له بیلا بیلو هیوادونو څخه د المان ټاکنیزکمپ ته را بلل شوي فوټبالران بیرته خپل هیوادونو ته ستانه شوي دي.
د افغانستان فوټبال فدراسیون پلان لري، چې د روزونکو د ارزونې وروسته تکړه بهرمیشته فوټبالران مشخص کړي او د تایلینډ او جاپان خلاف فوټبال لوبو ته یې افغان فوټبال ملي لوبډلې ته را وغواړي.
ټاکل شوې ده افغان فوټبال ملي لوبډله د راتلونکې اګست میاشتې په ۳ مه نیټه په تایلینډ کې له کوربه لوبډلې سره نړېواله دوستانه لوبه او د اګست په ۸ مه نیټه په ایران کې له چاپان فوټبال ملي لوبډلې سره د روسیې په کوربتوب ۲۰۱۸ م ز کال فوټبال نړېوال جام سیالیو ته دلارې موندنې په موخه د اسیا ټاکنیزپړاو پنځم ګروپ درېیمه نړېواله لوبه ترسره کړي.
افغان فوټبال ملي لوبډله په روانو سیالیو کې د سوریې پر وړاندې دماتې او د کمبودیا خلاف د بریا وروسته په خپل (اې) ګروپ کې درېیم مقام له ځان سره لري.





