افغانستان به د شانګهاي سرمشریزې د بحث یوه برخه وي

له ولسمشریزې ماڼۍ نه په خپره شوې، خبرپاڼه کې راغلي، چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یو لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د شانګهای سازمان په پنځلسمه سرمشریزه او د بریکس مشرانو په غونډه کې د ګډون لپاره روسیې ته لاړ.

افغان ولسمشر په دوه ورځني رسمي سفر نن د (جولای په ۹مه) د روسیې د اوفای ښار ته روان شو.

د دغه سفر موخه د شانګهای سازمان په پنځلسمه سرمشریزه او د برازیل، روسیې، هند، چین او سويلي افریقا پنځو هېوادونو په سرمشریزه (بریکس) کې ګډون کول دي.

له ارګ نه په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي، چې له ولسمشر سره به په دغه سفر کې د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر او د منځنۍ اسیا په چارو کې د ولسمشر سلاکار شاکر کارګر ملتیا کوي.

دا روسيې ته د ولسشمر په توګه د محمد اشرف غني لومړی سفر دی.

په پام کې ده، چې ولسمشر غني به د سیمه ییزو هېوادونو له رهبرانو سره د داعش مخ پر پراخېدلو هم خبرې وکړي.

 

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سیاسي معین حکمت خلیل کرزي په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال رسنيو ته وویل، چې ولسمشر به په دې سفر کې د سیمې هیوادونو ترمنځ پر بېلابېلو اړیونو موضوعاتو وغږيږي.

کرزي زیاته کړه، چې ټاکل شوې په دې سفر کې د پاکستاني چارواکو سره هم د سولې په اړه هر اړخیزې خبرې وشي اوافغان ولسمشر به په دې برخه کې د پاکستان د لا نورو همکاريو غوښتونکی شي.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېسیون رییس دوکتور قیوم سجادي د یو پلاوي په مشرۍ د ولسمشر غني دغه سفر په داسې حساسو شرایطو کې یوه ضروري اړتیا ګڼي او زیاتوي، چې چین او روسیه له ترهګرۍ سره په مبارزه کې اغیزمن ثابتېدلی شي.

سجادي وویل، چې ترهګري یواځې د افغانستان په جغرافیه کې محدوده نه شي پاتې کېدلی؛ نو دا د سیمې او هېوادنو او په ځانکړې توګه د شنګهای غړیو هېوادنو لپاره یو فرصت دی، چې د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره له افغانستان سره مرستې وکړي.

نوموړي دا هم وویل، سره له دې چې شنګهای ناسته تر ډېره اقتصادي بڼه لري، خو که ترهګرۍ سره مبارزه په لومړيتوب کې په پام کې ونه نیول شي؛ نو د پانګونې او د سیمه ییزې اقتصادي پراختیا مخه به ونیول شي.

سجادي زیاته کړه، ولسمشر به ضرور له داعش سره د مبارزې په اړه په یاده ناسته کې د مشترکې مبارزې وړاندیز وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین له پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي سره په لیدنه کې، په افغانستان کې د داعش ډلې د فعالیتونو له پراختیا اندېښنه ښودلې وه.

حامد کرزي هم د داعش فعالیتونه د اندېښنې وړ بللي وو، خو ویلي یې وو، چې په افغانستان کې د داعش فعالیتونه د بهرنیو هېوادنو په ملاتړ رامنځته شوې دي.

افغان حکومت وايي، چې دغې ډلې په هلمند، ننګرهار، او فراه ولایت کې په فغالیتونو پیل کړی دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د ملي امنیت لوی ریاست د یادې ډلې د مشرانو، د تمویل سرچینو او مرکزونو د ځپلو لپاره یوه ځانکړې قطعه رامنځته کړې ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام