د دفاعي اتلې اسټرالیا او کوربه انګلستانۍ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د تاریخي (ایشیز) ټیسټ لوبو۶۹ مه لړۍ نن پیل شوه.
د دواړو لوبډلو ترمنځ د پنځه ټیسټ لوبو لومړۍ لوبه نن په کاردیف لوبغالي کې پیل شوه، چې په کې انګلستان د پچې ګټلو وروسته لومړۍ لوبه کول غوره کړل.
د ایشیز تاریخي ټیسټ لوبې له ۱۸۸۲ کال راهیسې د دواړو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي، چې اوسمهال ددې سیالیو د اتلولۍ جام میلمه اسټرالوۍ لوبډلې سره دي.
د ایشیزسیالیو په پیل کړې انګلستانۍ لوبډله په اسټرالوۍ لوبډلې برلاسې وه، چې له ۱۸۸۲ ز کال څخه یې تر ۱۸۹۰ ز کال پورې په پرله پسې توګه د ۸ ایشیزټیسټ سیریزونو داتلولۍ جامونه وګټل.
په دې سیالیو کې د زیاترو ۳۲ اتلولۍ ریکارډ له اوسنۍ دفاعي اتلې اسټرالوۍ لوبډلې سره دې چې په کې تراوسه اسټرالوي (شین وارن) په ۱۹۵ ویکټو ترټولو مخکښ بالر او د همدې لوبډلې نه هیریدونکې بیټسمین (سرډان بریډمین) په 5 زره او ۲۸ منډو مخکښه بیټسمین دی.
د دې سیالیو په ترڅ کې به له ۱ څخه نیولې تر ۶ ټیسټ لوبې ترسره کیدې، خو د څه باندې یوې لسیزې راپدیخوا ددواړو لوبډلو ترمنځ ددې سیالیو په ترڅ کې ۵ ټیسټ لوبې ترسره کیږي.
د روانو ایشیزټیسټ لوبو لړۍ نن د جولای په ۸ مه نیټه پیل او د اګست په ۲۴ مه نیټه به پاې ته ورسیږي.
د روان ۲۰۱۵ کال په ایشیزټیسټ سیالیو کی داسټرالوۍ لوبډلې کپتاني مایکل کلارک او دانګلستانۍ کرکټ ملي لوبډلې کپتاني ایلسټرکوک په غاړه لري.