د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، چې د سولې عالي شورا څخه يو پلاوی له طالبانو سره د سولې خبرو اترو په موخه پاکستان سفر کړی دی.
د دغه خبر د جزياتو په اړه نور څه نه دي ويل شوي، خو په دې اړه بیا د پاکستان اکسپريس ترېبيون ورځپاڼې ليکلي، چې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال حکمت خلیل کرزی د طالبانو سره د سولې خبرو اترو په موخه اسلام اباد ته رسېدلی دی.
دغه چارواکی د خپل نوم نه اخیستلو په شرط ويلي، چې د بهرنيو چارو وزارت له مرستيال سره په دغه ناسته کې د ننګرهار پخوانی والي هم ګډون کوي.
راپورونه وايي، چې له طالبانو سره د خبرو اترو په موخه د افغانستان له لوري یو ۹ کسیزه پلاوی لېږل شوی دی.
طالبانو هم ادعا کړې، چې دوی به د افغان چارواکو سره رسمي خبرې اترې پېل کړي دي.
خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ په اسلام اباد د سولې خبرو اترو د پېل څخه بې خبري ښيي.
یوې سفارتي سرچينې ويلي، چې د دغو خبرو اترو مشري په رسمي ډول د دويمې ورځې له پاره د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال حکمت خلیل کرزي له خوا او د چهارشنبې په ورځ به بیا د خبرو اترو مشري د طالب مشرانو له لوري کيږي.
له دې وړاندې اسلام اباد ويلي وو، چې د سولې خبرې اترې به د روان کال په مې میاشت کې د دویم ځل له پاره د چين په اورمچي ښار کې هم وشي.
د پاکستان د ملي امنيت او بهرنيو اړيکو سلاکار سرتاج عزیز د یاد هېواد د پارلمان غړو ته ويلي وو، چې پاکستان به د افغان طالبانو او د افغانستان حکومت ترمنځ د خبرو اترو له پاره د چين په اورومچي ښار کې زمینه برابره کړي.
داسې راپورونه هم خپاره شوي، چې په قطر کې د طالبانو د دفتر ځينې مشران به په دغو خبرو اترو کې ګډون کوي.
قاري دين محمد او شیر عباس ستانکزی هغه دوه تنه ښودل شوي، چې په دغو خبرو اترو کې به ګډون کوي.
په داسې حال کې، چې اسلام اباد او طالبانو له لوري په اسلام اباد کې د خبرو اترو له پاره د ګډون کوونکو نومونه په رسمي ډول نه دي افشا شوي.
د ویلو ده، چې د اورومچي په تېرو خبرو اترو کې د طالبانو له لوري، ملاجلیل، ملاحسن او عبدالرزاق په نومونو ګډون کړي وو.
څو میاشتې وړاندې کله، چې د پاکستان د پوځ مشر جنرال راحیل شریف افغانستان ته راغی، نو د ولسمشر محمد اشرف غني سره يې وعده وکړه، چې په تېر میاشت به د سولې خبرو اترو له پاره زمينه برابره کړي، خو د ناڅرګند دلیل له مخې دغه خبرې اترې پېل نه شوې.
هغه مهال ولسمشرۍ ماڼۍ لیکلي وو، د پاکستاني پوځ مشر د افغانستان سولې په هلو ځلو کې د مرستې ژمنه تکرار کړې چې د پاکستان د دغو هلو ځلو پایلې به ډېر ژر څرګندې شي.