د هلمند اوسېدونکي: سيمه ییزو پولیسو مو کورونه چور کړي

د هلمند ولایت، ناوې ولسوالۍ د شورشورک سيمې اوسېدونکي وايي، چې سیمه ییزو پولیسو یې دوې ورځې مخکې کورونو ته ورغلي او لوټلي يې دي.

محمد ګل، امين الله او نېک محمد د شورشورک سیمې هغه اوسیدونکي دي، چې له تېرو څو کلونو راهیسې په دې سیمه کې اوسېږي، وایي، چې سیمه ییزو پولیسو د دوی ځوانان، سپین ږیري او ماشومان وهلي او ډبولي دي.

دوی پر سيمه ییزو پولیسو تور پورې کوي، چې له کورونو نه یې یو موټر، ټراکټور، موټرسایکلونه او د کورسامانونه سیمه ییزو پولیسو له ځانه سره وړي دي.

دغه اوسېدونکي وايي، چې سیمه ییز پولیس غواړي په زور د دوی ځمکې په نورو خلکو خرڅې کړي.

بل لوري ته د هلمند امنیه قوماندان پاسوال نبي جان ملاخېل سلام وطندار ته د ټلیفون پر کرښه وویل، چې دوی سیمې ته پلاوی استولی او په ې اړه پلټنې کوي.

ملاخېل زیاتوي، دا به معلومه کړي، چې ولې په سیمه کې سیمه ییزو پولیسو له خلکو سره ناوړه چلند کړی.

د هلمند ولایت د ناوې ولسوالۍ اوسېدونکي داسې مهال له سیمه ییزو پولیسو نه سرټکوي، چې په ځېنو نورو سیمو کې هم له دغه ځواک څخه خلک شکایت کوي، خو په یو شمیر نورو سیمو کې بیا خلک ترې خوشاله دي او وایي، چې د امنیت په ټینګښت کې یې مهم رول لوبولی او له ولس سره هم ښه چلند کوي. 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام