امنیتي ځواکونو د دشت ارچي ولسوالۍ بیا نېولو له پاره درنه جګړه روانه کړې

راپورنه وايي چې د کندوز ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ  سخته جګړه روانه ده.

یوې باوري سرچېنې چې غوښتل یې نوم یې وا نخستل شي سلام وطندار ته وویل، له تېرې شپې راهیسې افغان امنیتي ځواکونو پر دشت ارچي ولسوالۍ له ۳ خواوو، عملیات پیل کړي دي.

سرچینه زیاتوي، چې افغان امنیتي ځواکونو د تخار ولایت د خواجه غار ولسوالۍ له لورې، همدا ډول د خانه باد ولسولاۍ له لورې او د امام صیب د ولسوالۍ د دروازکن سیمې څخه په وسله والو طالبانو کړۍ را تنګه کړې ده.

سرچینې دا هم ویلي، چې  په جګړه کې امنیتي ځواکونه پرمختګ کړی دی.

وسله والو طالبانو تر اوسه رسنیو ته د دې جګړې په اړه څه نه دي ویلی.

د کندوز ولایت د شت ارچي ولسوالۍ په داسې حال کې وسله والو طالبانو لاسته ولوېده، چې له دې وړاندې د دیاد ولایت د چهاردرې ولسوالۍ هم وسله والو طالبانو نېولې وه.

د یادې ولسوالې تر نېولو وروسته امنیتي چارواکو ویلي و، چې ډير ژر به د دې ولسوالۍ بېرته نېونې له پاره عملیات پیل کړي.

د طالبانو له لوري د دشت ارچي ولسوالۍ تر نېول کېدو ورسته وسله والو طالبانو د کندوز ښار په څنډو کې له افغان امنیتي ځواکونو سره جکړه پيل کړه، چې د افغان امنیتي ځواکونو له خوا له سخت مقاومت سره مخ شول.

د کندوز ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ د بیا نېولو لپاره د افغان امنیتي ځواکونو له لورې د درنې جګړې راپور په داسې حال کې ورکول کیږي، چې ۳ ورځې وړاندې افغان ولسمشر اشرف غني د د ښځو په برخه کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا  په ۱۳۲۵ پرېکړه لیک په ناسته کې وویل، په کندوز ولایت کې د ۱۰ هېوادونو نه راغلي ترهګر جګړه کوي.

غني زیاته کړه، چې افغان امنیتي ځواکونه د نړۍ او سیمې د سولې او ټیکاو لپاره جکړه کوي.

 

 

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام