کندوز کې د بې پولې ډاکټرانو په روغتون د ځانګړو ځواکونو برید

د بې پولې ډاکټرانو روغتون یو ډاکټر د نوم نه اخیستلو په شرط سلام وطندار ته وویل، چې تېره ورځ  د (جولای په ۱) له ماسپښین وروسته د هېواد ځانګړو ځواکونو په دې روغتون د اسنادو د پلټلو په پلمه برید وکړ.

دغه چاره د بې پولې ډاکټرانو د غوسه راوپاروله او ډاکټرانو د روغتیايي خدمتونو له وړاندې کولو په شا شول او د روغتون دروازه یې وتړله.

له دې وړاندې داسې ویل کېدل، چې ګواکې په دې روغتون کې د طالبانو د ټپيانو درملنه کېږي.

دغه سرچینه وايي، چې ځانکړو ځواکونو د اسنادو په پلټولو کې هیڅ داسې سند پیدا نه کړ، چې په روغتون کې دې د طالبانو د ټپيانو درمنله شوې وي.

راپورونه وايي، چې ځانکړو ځواکونو له پلازمېنې نه د برید حکم ترلاسه کړی و.

خو امنیتي مسولینو لا تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دغه روغتون د هېواد په شمال ختیځ کې له مجهزو روغتیايي مرکزونو څخه دی، چې له ۵ کلونو راهیسې په دې ولایت کې روغتیايي فعالیت کوي.

په دې روغتون په ورستیو کلونو کې د کندوز ولایت په ناامنه ولسوالۍ چهار درې کې هم څانګه پرانیستې وه.

په چهاردرې ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ په نښتو کې د بې پولې ډاکټرانو دغه څانګه به کله د مخالفینو او کله هم د امنیتي ځواکونو په لاس کې وه.

امنیتي ځواکونه په دې باور دي، چې کله د چهار درې ولسوالي د طالبانو په لاس کې وه؛ طالبانو د خپلو ټپیان درملنه په دې روغتون کې کوله.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام