ولسمشر د کابل بانک پوروړو ته يوه اونۍ وخت و ټاکلو

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د کابل بانک پوروړو ته خبرداری ورکړ، چې که دوی د يوې اونۍ دننه خپل پورونه ورنه کړي، نو د حکومت له لوري به ممنوع الخروج اعلان او د عدلي او قضايي تعقیب لاندې به ونيول شي.

ولسمشرمحمد اشرف غني  نن سه شنبه (۲۰۱۵ زېږدیز/ جون ۲۳) په ارګ کې د کابل بانک د تصفیې کمېټې سره غونډه وکړه او د یادې کمېټې غړو خپل ۳ میاشتنی راپور ولسمشر ته وړاندې کړ.

محمد اشرف غني د یادې کمېټې د درې میاشتني راپور له اورېدلو وروسته د یادې کمېټې د کار پرمختګ وستایه او کومو کسانو، چې په ټاکلې درې میاشتنۍ موده کې خپل پورونه، نه دي ورکړي، هغوی ته یې یوه اونۍ مهلت  ورکړ، چې په دغه ټاکلې موده کې باید خپل پورونه ورکړي او خپل حسابونه په مکمله توګه تصفیه کړي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په رسمي پاڼه کې کاږل شوي، چې د کابل بانک د تصفیې کمېټه ۳ میاشتې وړاندې د ولسمشر په فرمان تشکیل او په دې دنده وګومارل شوه، چې د مشخص طرزالعمل پر بنسټ د کابل بانک د ستونزې حل اسانه او چټک کړي.

نو له همدې امله یادې کمېټې د ټاکلې مودې له پایته رسېدو وروسته نن سه شنبه د خپل کار پایلې افغان ولسمشر ته وړاندې کړې.

د ارګ له لوري ليکل شوي، چې د کمېټې د کاري راپور پر بنسټ د کابل بانک په قضیه کې له ښکېلو کسانو څخه ۲۳۸ میلیونه امریکایي ډالر ترلاسه شوي.

د پوروړو له ډلې څخه ۳۰ تنو خپل پورونه تصفیه کړي، ۱۰ تنه نور د خپلو پورونو ورکولو ته حاضر دي او د قضیې یو شمېر نور پوروړي تښتېدلي، چې د انټرپول پولیسو له لوري تر تعقیب لاندې دي.

اشرف غني ته د راپور وړاندې کولو پر مهال د کابل بانک د تصفیې کمېټې غړي ټینګار وکړ، چې د متحده عربي اماراتو د محکمې د حکم پر اساس د کابل بانک د قضیې د پوروړو ټول شته جایدادونه هلته د افغانستان دولت ته مستردېږي.

باید وویل شي، چې د کابل بانک د بحران دوسیه، چې نوي افغان حکومت له راتګ سره پرانستله په هېواد کې د اداري فساد تر ټولو لویه قضیه بلل شوې ده.

داسې ويل کيږي، چې د دغې دوسيې پرانستنې سره نوی حکومت نړېوالو او په هېواد کې دننه افغانانو ته د فساد پر وړاندې د مبارزې د بېلګې په توګه کاروي.

کابل بانک چې یو وخت د افغانستان په بانکونو کې تر ټولو مخکښ بانک شمېرل کېده؛ وروسته له هغې له ماتې سره مخ شو، چې نږدې یو میلیارډ ډالره شتمنۍ يې د بېلابېلو کسانو له خوا تالا شوه.

د افغانستان لویه څارنوالي اعلان کړی، چې د کابل بانک پخوانی مشر شیرخان فرنود او مرستیال یې خلیل الله فیروزي د دغه قضیې دوه تورن عاملین دي، چې اوس وخت په بند کې دي او د افغانستان بانک پخوانی رییس عبدالقدیرفطرت هم چې د دې قضیې تښتیدلی عامل دی اوسمهال په امريکا کې میشت دی.

د محکمې د حکم پر بنسټ د کابل بانک مشرتابه پلاوي پخوانی مشر شیرخان فرنود د فساد او تورو پېسو سپینولو په تور په ۱۰ کاله بند محکوم شوی او امر شوی، چې نوموړی باید ۲۳۷ میلیونه ډالره غلا شوې پېسې او د دغو پېسو ۹۶ میلیونه ډالره سود هم د دولت خزانې ته تسلیم کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام