بنګله دېش به د لومړي ځل له پاره په چمپینزټرافي کې ولوبیږي

دا کار هندوستان په قصد سره وکړ او یا بنګله دېش په خپل مټ له هندوستان څخه د نړېوالو یو ورځنیو سیالیو داتلولۍ جام وګاټه، خو دواړو په ګډه په نړېواله کرکټ کې پاکستان ته سخت تاوان واړوه.

بنګله دیش د خپل کرکټ په لنډ تاریخ کې د هندوستان خلاف د ۴ سیریزونو بایللو وروسته اخر هم د لومړي ځل له پاره د نړیوالو یو ورځنیو سیالیو سیریز کې میلمه لوبډلې ته ماتې ورکړې او په خپل کور کې ماته نه مننونکې پاتې شوه.

په دویمه سیالۍ کې یوځل بیا د ځوان دویمه نړیواله لوبه کوونکي چپ لاسي بالرمصتفیض الرحمان د بالینګ په وړاندی هندۍ لوبډله بې وسي وه، چې د شیکرد هوان د نیمه سلیزې او کپتان ډهوني د ۴۷ منډو سره سره په ۴۵ اورونو کې په ۲۰۰ منډو وسوځېده.

د باران له کبله کوربه بنګله دیشۍ لوبډلې ته په ۴۷ اورونو کې ۱۹۹ منډو هدف ورکړل شو، چې په ۳۸ اورونو کې یې د شکیب الحسن د نیمه سلیزې په مټ د ۴ لوبغاړو په سوځیدو ترلاسه کړ.

ځوان بالر مصتفیض الرحمان د ۶ لوبغاړو په سوځولو سره د سر په سر دویم ځل له پاره په روان سیریز کې د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

پاکستانۍ کرکټ ملي لوبډله به د خپل کرکټ په تاریخ کی د لومړي ځل له پاره په چمپینزټرافي سیالیو کې له لوبې پاتې شوه، خو د اسیا نوې غوړیدونکې بنګله دیشۍ لوبډله بیا د لومړي ځل له پاره دغه کارنامه وکړه او د انګلستان په کوربتوب به چمپینزټرافي سیالیو کې ولوبېږي.

بنګله دیشۍ لوبډلې په وروستیو بریاوو سره په ۹۳ امتیازونو په نړیواله درجه بندۍ کې ځان د خپل کرکټ تاریخ ترټولو لوړ اووم مقام ته ځان ورساوه، خو لاهم په چمپینزټرافي سیالیو کې د اتم مقام ترلاسه کولو له پاره به د پاکستان او بنګله دېش مقابله وي.

ویسټ انډيز چې د روان کال تر سبټمبرمیاشتې پورې هیڅ کومه نړیواله سیالۍ نه لري په ۸۸ امتیازونو سره اتم، خو پاکستان بیا د سریلانکا سره ۵ نړیوالې یو ورځنۍ لوبې لري او په ۸۷ امتیازونو سره د نړیوالو په ډله کې له افغانستان څخه دوه مقامه وړاندې نهم مقام لري.

د کرکټ نړیوالۍ شورا په درجه بندۍ کې اسټرالیا لومړۍ، هندوستان دویم  نیوزیلینډ درېیم ، سویلي افریقا څلورم، سریلانکا پنځم او انګلستان بیا شپږم مقام سره له وړاندې چمپینزټرافي سیالیو کې د لوبیدو چانس ترلاسه کړی دی.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام