په هرات کې ۱۳۰۰ تنه طالبان فعالیت کوي

د هرات ولایت چارواکي وايي، د هرات ولایت په ۱۴ ولسوالیو کې ۱۳۰۰ طالبان ترهګریز فعالیتونه کوي.

د هرات ولایت د پولیسو قومندان عبدالمجید روزي نن د (جون په ۱۵مه) په یوې خبري غونډه کې وویل، چې د دوی د اطلاعاتو پر بنسټ د هرات په ۱۴ ولسوالیو کې طالبان فعالیتونه کوي.

دی وايي، د هرات په شینډنډ کې زیات شمېر طالبان موجود دي، چې له دې شمېرو سره  په هرات ولایت کې د طالبانو شمېر له ۱۵۰۰ نه زیاتیږي.

د روزي په وینا ګلران، اوبه، شینډنډ او کشک کهنه د هرات ولایت له ناامنو ولسوالیو نه دي.

دی زیاتوي، پشتون زرغون، چشت، غوریان، زنده جان او کهسان د هرات هغه ولسوالۍ دي، چې له امنیتي پلوه له منځني ګواښ سره مخ دي او کرخ او انجیل له امنیتي پلوه له ټیټې ګواښ سره مخ ولسوالۍ دي.

له دې سره سره د هرات امنتي مسولین وايي، چې امنیتي ځواکونه له دښمن سره د مبارزې توان لري.

له دې وړاندې ولسي جرګې غړیو ادعا کړې وه، چې وسله وال د ډیورند کرښې دې غاړې افغانستان ته راځي او د هرات له لارې د هېواد شمال ولایتونو ته د خپلو ترهګريزو فعاليتونو له پاره ځي.

په هرات کې د وسله والو طالبانو ترڅنګ د تښتونکو ډلې هم فعالیت لري.

همدارنګه دا هم ويل شوي، چې د تښتونکو له وېرې په میلیونونه ډالر پانګه له دې ولایت نه بهر یوړل شوې ده.

افغان ولسمشر هرات ته په سفر کې د دې ولایت له خلکو سره ژمنه وکړه چې هرات ته به زیاته پاملرنه کوي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام