د انشتین د ليکنو ټولګه له ۴۲۰ زره ډالرو نه په لوړه بيه و پلورل شوه

د نړۍ وتلی فزیک پوه البرت انشتین د لیکونو ټولګه د امریکا په کالفرونیا ایالت کې داوطلبۍ ته وړاندې شوه، چې له ۴۵۰ زره امریکايي ډالرو نه په لوړه بیه و پلورل شوه.

دغه لیکنې د پنجشنبې په ورځ د (جوزا په ۲۱مه) داوطلبۍ ته وړاندې شوې وه.

د انشتین لیکنې دده د هغه له شخصي او لوړو بیو اثارو نه و، چې د (انسټوري پروفایل) له خوا پلور ته وړاندې شول.

په دغو لیکونو کې د انشتین باور په خدای او زوی ته د هندسې د علم په اړه نصیحت، د بخار ماشین او د لوبو سامان یې منځپانګه وه.

په دغې ټولګه کې ۲۷ لیکونه شامل و او په انګلیسي او الماني ژبه لیکل شوي و.

د انسټوري پروفایل بنسټ اېښودونکی جوزف مادالنا وايي، "موږ ټول په دې پوهیږو، چې ده څه کړي دي او د نسبیت نظرې په اساس یې نړۍ ته بدلون ورکړی دی".

خو دغه لیکونه موږ ته د سکې بل لورۍ په ګوته کوي. 

یعنی د ده اړیکه له خپلو زامنو سره څه ډول وه؟ او د ده باور په خدای؟

په دغو لیکونو کې انشتین له یوه زوی نه غوښتنه کوي هندسه په جدي توګه مطالعه کړي.

نوموړي په بل لیک د یوې ملګرې سره د زړه خواله کوي، چې په تازه ګۍ یې خاوند ورسره خیانت کړی دی.

په ورته وخت کې په یوه لیک کې د ۷۰ کلن تره د پیدایښت ورځې مبارکي ورکړې.

دی په ټوله کې په دې لیکونو کې د ډالۍ شوي بخار موټر په اړه لیکي، چې کلونو وړاندې ورته وکړل شوی و دغه موټر ورته یو نړۍ علم راوړ.

انشتین په یوه لیک کې ویلي و، دی په خدای باور لري او دغه خبره یې رد کړې وه چې دی کافر دی.

د Profile in History بنسټ دغه لیکونه په ۴۲۰ زره او ۶۲۵ امریکايي ډالرو په بیه و پلورل.

د دغو لیکونو له ډلې نه هغه لیک چې انشتین د نسبیت نظریې او اټوم بمب په اړه خپل زوی ته لیکلی و په ۶۲ زره او ۵۰۰ ډالره و پلورل شو.

له دې مخکې په ۲۰۰۶ کال کې د انشتین د ځوانۍ پېر یو لیک موندل شوی و چې په ۵۰۰ امریکايي ډالرو وپلورل شو.

په همدې ډول په ۲۰۱۱ کال کې د دې مشهور فزیک پوه یو لیک چې په ۱۹۳۹ کال کې لیکل شوی و په ۱۴ زره ډالره و پلورل شو.

نوموړي په دغه لیکنه کې د یو امریکايي سوداګر ستاینه یې کړې وه، چې یهودان یې د نازيانو له ظلم نه خلاصول.

البرت انشتین د مارچ په ۱۸۷۹ کال کې د المان په اولم ښار کې زیږیدلی دی په ۱۹۲۱ کال کې یې د فزیک نوبل جایزه تر لاسه کړه او د اپریل په ۱۸مه په ۱۹۵۵ کال کې د امریکا په پرنستون ښار کې مړشو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام