د ټینس تکړه لوبغاړی جاکویک له اتلولۍ محروم شو

دغه سربیایي لوبغاړې نواک جاکویک د فرانسې په سترو ګرانډ سلام ټینس سیالیو کې د سویسي ویورینکا له خوا حیرانوونکې ماتې سره مخ شو.

نواک جاکویک د سیالیو ۹ ځلي اتل هسپانوي رفل نیډال او په نیمه پای لوبه کې برتانوي انډي موري ته په ماتې ورکولو سره د اتلولۍ له پاره بې سارې نوماند وو، خو ویورینکا یې ټول خوبونه په اوبو لاهو کړل.

سویسي ویورینکا د خپل پخواني ټنس مشهوره لوبغاړي راجرفیډرر ماتې وروسته پوره اعتماد کې وو، چې د لومړي ځل له پاره یې د فرانسې سترو ټینس سیالیو اتلولي وګټله.

د فاینل دغه لوبه د فرانسې په پلازمینه پاریس کې ترسره شوه، چې پکې ۳۰ کلن سټینلیس ویورینکا د نواک جاکویک د ۲۸ پرله پسې بریاوو لړۍ ته هم دپای ټکې کېښود او د دویم ځل له پاره یې د ټینس په ډګر کې د سترو ګرانډ سلام سیالیو د اتلولۍ جام پورته کړ.

د ټینس نړۍ لومړي شمیره لوبغاړي سربیایي نواک جاکویک د ماتې په خوړلو سره د څلورم ځل له پاره د فرانسې ټینس اتلولۍ خوب هم پوره نه کړی شو.

د اتلولۍ ګټلو وروسته سټینلیس ویورینکا رسنیو سره په خبرو کې وویل، چې هرڅه ورته ښکلي ښکاري او تراوسه پورې دومره جذباتي شوي نه وو.

سټینلیس ویورینکا اتلولي خپل روزونکي میګنس ته ډالۍ کړه، چې په وینا یې ورسره ډیر زمحت ویستی  وو.

ویورینکا د پخواني لومړۍ شمېره لوبغاړي سویسي راجرفیډرر وروسته دویم سویسي لوبغاړی شو، چې د (رونلډ ګیروس) ټینس اتلولي ګټي.

دغه راز د دې سیالیو په ښځینه برخې فاینل لوبه کې امریکایۍ سرینا ویلیمیز د یوې په زړه پورې لوبې وروسته خپله سیاله سفرووا ته ماتې ورکړه او د اتلولۍ جام یې ترلاسه کړ.

د یادونې وړ ده چې دا د سرینا ویلیمز په ګرانډ سلام سترو سیالیو کې شلمه اتلولي وه.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام