د سرحدونو وزیر: ۲۰ سرحدي ولایتونه نا امنه دي

د سرحدونو او قبایلو وزیر محمد ګلاب منګل وايي، دمګړۍ ۲۰ ولایتونه، چې ټولټال د افغانستان ۹۴ ولسوالۍ کیږي ناامنه دي.

منګل نن ورځ ( جون ۲ مه) د دغه وزارت د کارونو د ښه والي په موخه د نظر پوښتنې په یوې ناسته کې وویل، چې د ناامنیو له امله په ناامنو ولسوالیو کې ښوونځي تړل شوي او ښايي، چې وسله وال کسان له دغه حالته ګټه پورته کړي او له تعلیمه دغه محروم کسان خپلو لیکو ته جذب کړي.

د سرحدواتو وزیر وویل، چې د زده کړې کېفیت په دې سیمو کې ټیټ دی او ډېر ښوونځي تړل شوي دي.

منګل همدا راز زیاته کړه، چې د سرحدونو وزارت رهبري به د قومي مخورو په لټه یو ځل بیا تړلي ښوونځي خلاص کړي او په دې سیمو کې به کاري فرصتونه برابر کړي.

سرحدي ولایتونه ډېر د وسله والو له ګواښ سره مخ دي او په وینا یې لرې پراته ولایتونه، خو عملا د ترهګرو په عملیاتي مرکزونو بدل شوي دي.

وړاندې افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم له حکومتي چارواکو په کلکه غوښتي و، چې سرحدي ولسوالیو ته پاملرنه وکړي.

په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د وسله والو مخالفینو د ځپلو له پاره یې نوی پلان چمتو کړی دی.

د دغه وزارت ویاند صدیقي نن وویل، چې د هېواد ملي امنیتي ځواکونه له هر ډول ترهګریز ګواښ سره د مقابلې وړتیا لري.

د کورنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه، چې سږ کال ملي امنیتي ځواکونه ترهګرو له بریدونه سره مخ دي، خو امنیتي ځواکونه په ویاړ سره په ټول هېواد کې د امنیت د ټینګښت تلاش کوي.

په ورته وخت کې د ننګرهار د شینوارو ولسوالۍ استازو تېره ورځ په دغو سیمو کې د داعش له فعالیتونو اندېښنه و ښودله.

خو د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د داعش، القاعده او حقاني ډلو فعالیتونه د امنیتي ځواکونو د جدي څار لاندې دي.

د کورنیو چارو وزارت د اعلاميې له مخې تېره اونۍ ۷۸ عملیات د دوښمن د پاکونې له پاره پیل شوي و، چې په دې عملیاتو کې ۵۰ وسله وال وژل شوي دي.

له بل لوري صدیقي وايي، چې د ښاریانو د ژوند د خوندیتوب له پاره د پولیسو له خوا د ښیښو د پاکوالي کمپاین هم پیل شوی دی.

صدیق صديقي زياته کړه، چې د نشه یي توکو پرضد پولیسو په تېرو دوو اونیوو کې د قاچاقبرو په نیولو لاس پورې کړی او تر دې مهاله یې ۱۶۵ قاچاق وړونکي نیولي دي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام