روسیې،چين او هندوستان له افغانستان سره د مرستو درې اړخیز هوډ وکړ

د روسيې، چين او هندوستان هېوادونو لوړ پوړي چارواکي د جمعې په ورځ په نوي ډهلي کې سره کتلي او د افغانستان د اقتصاد او په دغه هېواد کې د سولې او ثبات په اړه يې خبرې اترې کړي دي.

راپورونه وايي، د یادو درېيو هېوادونو لوړ پوړو چارواکو ژمنه وکړه، چې د افغانستان په اقتصاد او سولې راوستو کې به رغنده رول ولوبوي.

د چین د بهرنيو چارو وزارت ویاندې (هووا چیونیګ) وايي، چې په دغه غونډه کې د هندوستان د ملي امنيت د سلاکار مرستيال (ارویند ګوپتا) د چين د بهرنيو چارو وزیر مرستيال (ليو جیانچاو) او د روسيې د امنيتي شورا وزیر مرستيال (یفګنی لخینوف) ګډون کړي وو.

د هند چاپ ایکونومیک ټایمز ورځپاڼه د چین د بهرنیو چارو وزارت د ویاندې له قوله  کاږي، چې د چين، روسيې او هند جګپوړو چارواکو په نوې ډهلي کې د افغانستان د روان وضعیت په اړه د بحث له پاره د دويمې غونډې په پایله کې ويلي، چې افغانستان د دوی له پاره یو مهم هېواد دی او د امنیت او اقتصادي بیا رغونې ملاتړ يې کوي.

همدارنګه دوی دا هم ويلي، چې مسکو، پېکېنګ، او نوی ډېلي به په خورا لیوالتيا سره په دغو برخو کې رغنده رول ولوبوي.

د دويمې غونډې په لړ کې د یادو درېيو هېوادونو لوړ پوړو چارواکو زياته کړې، چې د افغانستان وضعیت نېغ په نېغه د سیمې له امنیت او ثبات سره تړلی دی، نو ځکه دوی ته د افغانستان ثبات او اقتصادي وضعيت خورا اړين شوي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت د ویاندې له قوله دغه هندي ورځپاڼه ليکي، هندوستان، چين او روسيې هېوادو موافقه کړې چې د افغانستان د سولې په باب خبرو اترو  او تماسونو ته به دوام ورکوي او د شانګهای د همکارۍ سازمان او د استانبول پروسې ته به په دې برخه کې هم اړین ونډه ورکړي.

دوی په داسې حال کې د افغانستان د سولې او اقتصاد په اړه د پوره همکاريو ډاډ ورکوي، چې تېره ورځ د ترکمنستان ولسمشر (قربان ګلي بیردي محمدوف) هم وویل، ترکمنستان چمتو دی، څو د افغانستان د معضلې د حل په موخه د ملګرو ملتونو تر څارنې لاندې د یو نوي سیاسي او ډیپلوماټیک میکانیزم په جوړولو کې فعاله ونډه واخلي.

اخوا ځينو روسي رسنيو هم راپور ورکړی، چې د دغه هېواد ولسمشر ولاديميرپوتين د افغانستان جمهور رییس ته بلنه ورکړې، څو د شانګهای د همکارۍ د سازمان په راتلونکي غونډه کې ګډونه وکړي.

دغه غونډه به د روسيې په (اوفا) ښار کې ترسره شي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام