په کلتوري محدودیتونو کې راګېره مدني فعاله

انارګله د پکتيا د ښځينه وو له ډلې هغه مدني فعاله ده، چې له تېرو دولسو کلنو را په دېخوا د ښځينه وو د ژوند د ښه کېدلو لپاره هلې ځلې کوي.

انارګله زيرک ۴۰ کاله عمر لري، چې د ګردېز اړوند د ګورمښيو په کلي کې د ژوند خوږې ترخې شېبې تېروي.

انارګله د افغاني ټولنې هغه بې سارې مدني فعاله ده، چې په ستونزمنو شرايطو کې يې د ښځو د حقونو په اړه ډېر څه کړي دي.

دې د يوې محرومې ټولنې د ښځو د روغتيايي، پوهنيز او نورو ګڼو اړخونو د ښه والي له پاره هلې ځلې کړې دي او لګيا ده.

انارګله له خپل اوسني ژوند څخه راضي ده او خوښي ښيي، چې په يو داسې ولايت کې د مېرمنو د ژوند ښه کېدو له پاره فعاليت کوي، چې د کلتوري محدودیتونو له امله ښځو ته ‌ډېره ازادي نه ورکول کيږي.

د نوموړې په خبره په دې ولايت کې ډېرو ښځو ته، چې اسلام حقوق ورکړي خو د يو شمېر کورنيو له لوري د دوی په حقوقو سترګې پټيږي.

د دې ولايت په لرې پرتو ولسواليو کې يو شمير کورنۍ لا هم خپلې نجونې د زده کړو له پاره ښوونځيو ته نه پريږدي او دا د خپلې کورنۍ له پاره شرم بولي.

د دې ترڅنګ ښځو ته په سياسي، ټولنيزو او تعلیمي ډګر کې مساوي فرصتونه نه دي برابر شوي.

زیاتې کورنۍ خپلې لوڼې د ډېر پېسو په مقابل کې پلوري، خو د د هغوی د راتلونکې په اړه هیڅ فکر نه کوي.

خو انارګله په دې نظر ده، چې د دې ناوړه دودونو د له منځه تلو له پاره ټينګه اراده لري.

هغه وايي، په لېرې پرتو سيمو کې زموږ خویندې له خپلو حقونو ناخبره دي.

انارګله زیاتوي، دې داسې کونډې شوې ښځې هم ليدلي، چې د ناوړو دودونو له امله په کورنو ناستې وي او نه شي کولی خپل ژوند ته په بل ډول دوام ورکړي.

پکتيا کې ډېری د تاوتريخوالي ستونزې په لوڼو باندې د زيات ولور له امله رامنځ ته شوې، چې تر دا مهاله نه په سيمه کې قومي مخورو او نه هم دینې عالمانو د دغې ناوړې پدیدې د راکمولو لپاره کوم مثبت کار کړی دی، خو انار ګلې بيا هر څه درک کړې او د نجونو د ژوند ښه کېدو له پاره يې د همدې لويې ستونزې د ختمولو له پاره ډېرې هڅې کړې.

د نوموړې په خبره " داسې نجونې وې، چې ډېر لوړ ولور به يي ورباندې واخيست، خو لور او مور بېچاره به يې ورباندې خبره هم نه وه، ما په دا ډول کورنيو کې تر خپله وسه کار کړی"

په نا امنو سيمو کې تر ډېره د ښځو حقونو ته پام نه دی شوی او په اسلام کې ورکړل شوی حقوق هم نقضيږي، چې په ټولنه کې د تاوتريخوالي د راپيداکېدو سبب هم ګرځي.

خو انارګله د ښځو دا ډول حالاتو نه ځورېږي او د دوی د حقونو د لاسته راوړلو له پاره مبارزه کوي.

په ناامنه سيمو کې د ښځينه وو مدني فعاليت له ننګونو او ستونزو ډک وي، ښځې نه شي کولی په پوره ډاډ سره فعاليت وکړي، انارګله هغه مېرمن دی چې په ډېر سختو شېبو کې د وسلوالو طالبانو له ګواښ سره هم مخ شوې، خو همت يې له لاسه نه دی ورکړی.

د پکتيا پوهنتون استاد اسماعيل لاروی همدې ټکي ته په اشارې سره وايي، چې د ښځينه فعاليتونه ځکه په لېرې پرتو سیمو کې له ستونزو ډک وي، چې ولس یې مخالف وي.

د انارګلې د بهادرۍ او زړورتيا کيسې نورې مدني فعالانې هم کوي، چې په ډېرو ناامنه او داسې سيمو کې د ښځو د ژوند د ښه کېدو لپاره کار کړی چې ښځې نه شي کولی د سيمې د کلتوري بندیزونو له امله کار وکړي.

مليحه نوري د انارګلې فعاليتونو حيرانه کړې او د دې د زړورتيا کيسه کوي، خو یو شمېر تنګ نظری قشر یې فعالیت ښه نه ګڼي.

پکتيا د هېواد په کچه د هغو ولايتونو په کتار کې راځي، چې ښځينه فعاليتونه په کې له خورا ستونزو او ننګونو سره کېږي، خو دغه ډول فعاليتونو ګړنديتوب او زياتوب ته يوازې د انارګلې په څېر باهمته ښځې په کار دي، چې د ناخوالو په تروږميو کې هم د خپلو حقونو د غوښتنې ډېوه بله ساتي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام