د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله پرون د (مې په ۲۹ مه) په یوه دوستانه لوبه کې لاووس لوبډلې ته ۲ـ ۰ ماتې ورکړه.
له دې وروسته به افغان فوټبال ملي لوبډله د همدې اونۍ په درشل کې د بنګلادیش د فوټبال ملي ټیم پر وړاندې لوبه وکړي.
سږ کال د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله له پخوانیو لوبغاړو نه ښه چمتو شوې ده.
د افغانستان د فوټبال په ملي لوبډلې کې د ۲۰۱۸ کال په مقدماتي لوبو له پاره منصور فقیر یار، مرتضی علي بیک او فردین حکیمي د دغې لوبډلې دروازه ساتونکي دي.
جلال الدین شریعت یار، مصطفی حدید، انوش دستګیر، سید محمد هاشمي، سید نوید نادم، ضمیر داوودي، سباوون قیام د افغانستان د فوټبال ملي ټیم دفاع کوونکي دي.
مصطفی ازادزوی، شبیر یوسفي، عصمت شینواری، ارش هاتفي، مصطفی ځاځی، کنشکا طاهر، اباسین علی خېل، نورالله امیري او محمد فردین د لوبډلې په منځني خط کې لوبه کوي.
او همدا ډول محمد انور، سنجر احمدي، مدثر ذکریا او فیصل ښایسته به سږ کال د فوټبال ملي لوبډلې له یرغلیزې کرښې سره ملتیا کوي.
وویل کېږي، چې د دغو دوستانه لوبو موخه د ۲۰۱۸ کال نړیوال جام ته د افغانستان د ملي لوبډلې چمتوالی دی.
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د نړیوال جام په لومړۍ لوبه کې د جاپان، سوریې، کامبودیا او سنګاپور له لوبډلو سره مخ کېدونکې ده.