هغه جرمنې تبعه چې ۴۰ ورځې وړاندې د کندز او علي اباد ولسوالۍ پر لاره د وسله والو له خوا تښتول شوی و، نن د (می په ۲۹مه) د امنیتي ځواکونو په واسطه راخوشې شو.
د کندز د امنيې قومندانۍ ویاند سید سرور حسیني سلام وطندار ته وویل، چې نوموړی بهرنی سټیفن نوميږي، چې د دوی په مرسته نن سهار ۳ بجې د چهاردرې ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې راخوشې شو.
د حسیني په وینا، سټیفن د جي، ای، زید یا بي، اېم، زید موسېسې کارکوونکی و.
هڅه مو وکړه، چې په دې اړه د جي، ای زید موسېسې د مسولینو نظر هم راواخلو خو ونه توانېدو.
د یادونې ده، چې تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دغه تښتول شوي جرمني د تښتولو او راخوشې کولو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
په ۲۰۰۹ زېږديز کال کې د د نیویارک ټایمز خبریال سټیفن فرل او د هغه ژباړل سلطان منادي هم په کندز ولایت کې د راپور د جوړولو پر مهال د وسله والو له خوا تښتول شوي وو.
د نيو يارک ټايمز دا دواړه کارکوونکي سيمې ته له رسېدو سمدستي، د وسله والو له خوا وتښتول شول، چې د تښتول کېدو پړه يې د کندز والي انجينير محمد عمر په طالبانو واړوله خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ترې بې خبري وښوده.
دغه خبریال راخوشې شو، خو ژباړن یې د تښتوونکیو له خوا ووژل شو.
په افغانستان کې د تېرې اوږدې مودې د جګړې پر مهال تل داسې شوي، چې تښتول شوي بهرني اتباع يا د پېسو او يا د عملياتو په بدل کې خوشې شوي دي.
خو جرمني تبعه سټيفن کس په اړه تر اوسه څه نه دي خپاره شوي، چې د پیسو په مقابل کې که د کوم بل امتیاز په ورکولو سره د تښتوونکیو له منګولو راخوشې شوی دی.





