د افغان (الف) او خېبر پښتونخوا لوبډلو ترمنځ د کرکټ سیالۍ وځنډېدې

په پام کې وه، چې د افغانستان د الف کرکټ ټيم او خېبر پښتونخوا ترمنځ درې وروسته په افغانستان کې د کرکټ سيالۍ پېل شي، خو د ځينو دلایلو له مخې دغه سيالۍ ځنډيدلي.

ټاکل شوې وه، چې د افغان ( الف) لوبډلې او د یونس خان په مشرۍ د خیبر پښتونخوا لوبډلې ترمنځ د مې په  ۲۹ مه نېټه د ۳ شل اوریزو، ۳ یو ورځنیو او ۲ څلور ورځنیو سیالیو لړۍ پېل شي او په پلازمېنه کابل کې د دغو سیالیو د ترسره کولو په موخه د کرکټ بورډ ادارې له خوا هر ډول تدابیر هم نیول شوي و؛ خو په ناڅاپي ډول د سیالې لوبډلې هغه لوبغاړي، چې د پاکستان په ملي لوبډله کې لوبیږي، د سریلانکا پر وړاندې د ټیسټ سیالیو له پاره د یاد هېواد د کرکټ بورډ له خوا وټاکل شول.
د افغانستان کرکټ بورډ د دغو سیالیو د تر سره کولو  څخه موخه افغانستان ته د ټیسټ کرکټرانو رابلل وو.

 ر اپورونه وايي، چې اوس مهال د خېبرپښتونخوا لوبډلې کلیدي لوبغاړي افغانستان ته د خپل سریلانکا سفر له امله نه شي راتلی، ځکه نو یادې سیالۍ تر بلې ټاکل کیدونکې نېټې پورې وځنډول شوې.

داسې هم ويل شوي، چې د سيالۍ د ترسره کېدو له پاره بله نوې نېټه به څو ورځې وروسته د افغانستان د کرکټ بورډ ادارې له لوري اعلان شي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام