كه زه دا ووايم. چې هومر هغه يوازينى بختور شاعر دى. د چا نوم چي د اولني شاعر په حېث د دنيا تر ګوټ ګوټ پورې رسېدلى دى. نو دا به دروغ نه وي. د نړيوال ادب د تاريخ پاڼې په دې تريخ حقيقت ګوا دي. چې هومر يونانى و. او په سترګو ړوند و. هغه به د يونان په كوڅو كې ګرځېده. الوهي سندرې به یې ویيلې د هغه دوه نظمونه اېلياډ او اوډېسي د نړيوال شعري ادب لوړۍ او معياري رزمیې ګڼل كيږي.
بلكې د نړيوالې شاعرۍ له پاره بنيادي حوالې دي. ولې چې د دنيا نوموړو شاعرانو او اديبانو دغه دواړه رزميه منظوم داستانونه د دوو شاهكار تخليقاتو په حېث منلي دي. ورجل په دې اړه ډېر ښه ویيلي چې كه هومر نه وای نو زه به هم نه ومه؛ خو له دې سره سره دا هم ویيل كيږي، چې هومر هسې د يو فرضي شخصيت نوم دى، هغه هيڅ حقيقت نه لري. هغه هومر صرف د هومر زمانه Homeric Period بولي. او دا نظر لري. چې په دې دور كې مختلف شاعران وو. هغو په ګډه دغه منظوم داستانونه وييلي دي. خو د هومريك پيريډ څه خاص تصديق نه دى شوى. زيات عالمان او پوهان په دې عقيده دي. چې هومر يو شاعر و. او د شعر وييلو ملكه یې بېخي توانمنه او فطري وه.
ښكاره خبره ده، چې د هومر دغه دوه نړيوال نظمومه اېلياډ او اوډيسي د حقيقت نه انكار ممكن هم نه دى.
دا دوه منظوم داستانونه نه بلكې دوه شاهكار حماسي نظمونه دي. د هغه د نظمونو د هيروګانو د ابديت نه انكار څوك كولى شي؟ هغه كه ايكلىز دى. كه هېكټر كه اېګاميم نن دى او كه اوډيسيس، هر يو په خپل ځاى د ابدي ژوند يو عالمګير علامت معلوميږي. د اېلياډ په رزميه كښې د ټراى د جنګ د اور او اوبو، د حسد او نفرت، د مرګ او ژوند او د قرباني او صبر يوه حېرانوونكې او وېرونكې منظر نامه ده. د هغه دغه كردارونه د هومر د دغې عقيدې پوره پوره اثبات كوي. چې انسان د عقل او پوهې خاوندى دى. هغه بايد چې په خپل بخت خپله حكمراني او باچهي وكړي.
شايد هومر هغه اولنى جرات مند شاعر دى. چا چې د دېوتاګانو او دېويانو. د فرضي طاقت او قوت په ضد د جهاد اعلان وكړ. او انسانانو ته ئې د خپلو رزميو له لارې دا شعور هم وركړ. چې د انسان عظمت په دې كښې دى. چې هغه خپل تقدير خپله وليكي. مطلب دا چې د هومر دغه رزميئې و انسانانو ته د يو نوي شعور لاره هم هواروي. د دې مانا دا ده. چې هومر نه يوازي يو منلى او وتلى شاعر و. بلكې هغه يو نوموړى مبارز او سپه سالار هم و.
د يوناني اسطورې په عقايدو كې هغه يوه نوې هنګامه او شور پيدا كړ. ولي چې د هغه په دې رزميه منظوم داستانونو كې چې كوم دېوتاګان، د ېويانې ذكر كړي دي. اكثره په كې بد كرداره، ظالمان او شر خوښوونكي دي.
د هومر دغه فكر د هغه د ځانګړي سوچ او عقيدې غمازي كوي. ولي چې د هغه يو شمېر دېوتاګان، زنا كاران، شرابيان او د شر او پسات علمبرداران دي. په يو څو تورو كې د هومر د دې شاهكار منظوم داستانونو جاج اخيستل كه نا ممكن نه دى. نو مشكل ضرور دى. ولي چې هم دغه دوه منظوم داستانونه د لرې برې دنيا له پاره د شعر و نظم بليغې استعارې منل شوي دي.
سوال دا پيدا كيږي. چې د يو شاعر، اديب او نقاد لپاره د دغو داستانونو مطالعه څومره د ارزښت وړ ده. په دې ضمن كې به دومره ووايم چې د دې مطالعه د دوی لپاره دغومره ضروري ده.
لكه د ژوندي پاته كېدلو لپاره چې و يو انسان ته د ساه ضرورت وي. هومر هومر دى. او اېلياډ او اوډيسي دوه فقيدالمثال حماسي نظمونه. اوس دا دواړه نړيوال نظمونه، دوه فطري آبشارونه دي كه دوې الوهي الهامي سر چينې؟ دا فېصله زه په تاسو باندي پرېږدم.