د امریکا ولسمشر بارک اوباما ويلي دي چې په عربي هیوادونو د بریدونو پر مهال به عربي هیوادونو سره ودريږي.
سپېنې ماڼۍ ویلی دي چې د خطر پر مهال به یې پوځ د عربي هیوادونو دفاع وکړي.
اوباما دا هم ویلي دي چې د سیمې د ثبات له پاره د ایران او د نورو خلیجي هیوادونو د هڅو هر کلی کوي.
اوباما چې د خلیجي هیوادونو د رهبرانو سره یې لیده کاته درلودل، ژمنه وکړه، چې د عربي هیوادونو د دفاع له پاره به امریکا هغوی سره د نوو وسلو او د پوځي روزنې برخه کې مرستې وکړي.
اوباما چې د عربي هیوادونو د مشرانو سره د ۲ ورځنۍ ناستې وروسته یې رسنيو سره خبرې کولې زیاته کړه؛ امریکا او خلیجي هیوادونه په خپلو کې سټراټيجیکې اړېکې پیاوړې کول غواړي.
نړیوالې رسنۍ خبر ورکوي، چې د امریکا ولسمشر په دغه کتنه کې ټېنګار کړی چې عربي هیوادونو سره ددوی مرستې ددې له پاره نه دي، چې ایران پرې وځپي.
امريکا په عربي هیوادونو کې د ثبات له پاره د ګډو هڅو هر کلی کړی او زیاته کړې یې ده چې دوی هر هغه اقدام ستایي، چې له امله یې سیمه کې ثبات خوندي کيږي.
په همدې حال کې داسې راپورونه هم خپاره شوي و چې په سوریه کې کمیاوي وژونکي وسلې کارول شوي دي؛ خو د امریکا ولسمشر دغه راپورنه رد کړل او زیاته یې کړه، چې تر اوسه په سوریه کې د کمياوي وژونکو وسلو د کارولو په اړه کره شواهد په لاس کې نشته.
بارک اوباما دا څرګندونې د امریکا د ډيوډ کېمپ په هغه کانفرانس کې وکړې، چې د خليجي هیوادونو د مشرانو سره د ایران د اټومي ممکنه هوکړې د څرنګوالي په اړه جوړه شوې وه.
امریکا غواړي ایران سره د اټومي ممکنه هوکړې په اړه د خلیجي هیوادونو اندېښنې له منځه یوسي.
ایران سره اټومي ممکنه هوکړه او د عرب هیوادونو اندېښنې!
تېره میاشت ایران او پنځه، جمعه یو هیوادونو د ایران د اټومي پرګرام په اړه تفاهم ته ورسېدل، او داسې امکان شته چې امریکا په ایران لګولي اقتصادي بندیزونه پورته کړي، همدې موضوع هم عربي هیوادونه له اندېښنو سره مخ کړي دي.
خو عربي اتحاد کې شامل هیوادونو ددې تفاهم په اړه اندېښنې په ډاګه کړي او زیاتوي ، چې ایران سره د اټومي پرګرام په اړه تفاهم دوی له پاره د اندېښنې وړ دی.
عربي هیوادونو په وار وار سره د ایران د اټومي پرګرام په اړه خپلې اندېښنې او غبرګونونه ښودلي دي او د ایران اټومي پرګرام دځان د بقا له پاره ستر خطر بولي.
د همدې له پاره چې د ایران سره د اټومي ممکنه هوکړې په اړه د عرب اتحاد هیوادونو اندېښنې لرې کړی شي؛ امريکا د جي سي سي یا عرب اتحاد غړي هیوادونو مشران د امریکا ډيوډ کېمپ ته د یوې ناستې له پاره را وبلل؛ خو د عربي اتحاد اکثره مشرانو په خپل ځای استازي ددې ناستې له پاره ولېږل.
د اوباما ادارې په دې ناسته کې د سعودي عربستان باچا سلمان بن عبدالعزیز ته هم د ګډون بلنه ورکړې وه؛ خو د نامعلوم دلیل له امله هغه خپله په دې ناسته کې ګډون ونه کړ او په خپل ځای یې استازی ولېږله.
په دې ۲ ورځنۍ ناسته کې عرب استازو د ایران د اټومي پرګرام په اړه جدي اندېښنې په ډاګه کړې او زیاته یې کړه چې ایران سره اټومي هوکړه د خليجي هیوادونوامنیت له پاره ستر ګواښ دی.
بل خوا د امريکې ولسمشر بارک اوباما عرب استازو سره ژمنه کړې، چې ایران سره اټومي ممکنه هوکړه به عرب هیوادونو له پاره ګواښ نه وي.
اوباما زیاته کړې، په هغه صورت کې چې ایران د عربي هیوادونو له پاره ګواښ شي؛ نو امریکا به د دې ګواښ له منځه وړلو له پاره هغوی سره مرستې وکړي.
د سپینې ماڼۍ له خوا په خپرو شویو معلوماتو کې راغلي چې ۲ ورځې وړاندې د سعودي عربستان د باچا سلمان بن عبدالعزیز او اوباما ترمنځ تلېفوني اړیکه هم نیول شوې، چې دواړو لورو په کې د ایران د اټومي ممکنه هوکړې په اړه نظرونه تبادله کړي او ټېنګار یې کړی چې د ایران اټومي پرګرام باید سولیز وي.