د افغان ولسمشر محمد اشرف غني له خوا د کرکټ د پرمختګ له پاره ګمارل شوي (بورډ) غړو له افغان کرکټ ملي لوبډلې له لوبغاړو سره ولیده.
د افغانستان کرکټ بورډ له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه لیدنه د افغانستان د ماليې وزیر او د کرکټ بورډ غړي (اکلیل حکیمي) له خوا برابره شوې وه.
خبرپاڼه لیکي، چې په دې لیدنه کې د کرکټ بورډ غړو د ولسمشر حقوقي سلاکار محمد علي محمدي، د ښارجوړونې وزیر سېد منصور سادات ناصري، د بهرنیو چارو سیاسي معین حکمت خلیل کرزي او په پاکستان کې افغان سفیرجانان موسی زي برخه لري.
خبرپاڼه لیکي، چې د مالیې وزیر اکلیل حکیمي په ګډون له افغان کرکټ بورډ سره یوځای کېدل خپل ویاړ او ملي مسولیت یاد کړ او د کرکټ بورډ ادارې او ملي لوبغاړو ته یی ډاډ ورکړ، چې د کرکټ د پرمختګ له پاره به تل د دوی ملا وتړي.
حکیمي وویل، چې افغان کرکټ لوبغاړو افغانستان ته تلپاتې ارزښتونه ګټلي دي.
اخوا بیا نادري وايي، چې ولس ته د خوښیو ورکوونکې ادارې په غړیتوب خوښ دی.
دغه راز د کرکټ بورډ ادارې اجرایوي مشر شفیق الله ستانکزي د هیواد د کرکټ پرمختګ په موخه د بورډ غړو له پاملرنې مننه وکړه او د کرکټ ملي لوبډلو د راتلونکو سفرونو په اړه یې غړو ته معلومات ورکړل.
د یادونې وړ ده، چې دغې لیدنې ته د افغان یو شمېر کرکټ ملي لوبغاړو سره د کرکټ بورډ اجرایوي مشر او مرستیال شفیق الله ستانکزی او دوست محمد نظري، د کرکټ بورډ مرستیالانو حاجي عزیزالله فضلي او تاج ملوک عالم د کرکټ بورډ ادارې بېلا بېلو څانګو مسوولین هم ورغلي وو.





