پاکستان په ټیسټ کرکټ کې هم له خپلو سیالانو ډیرشاته شو

د کرکټ نړیوالې شورا لخوا د ټیسټ لوبډلو نوې کلنۍ درجه بندي اعلان شوه چې په کې پاکستانۍ کرکټ ملي لوبډلې اوسنې مقام له لاسه ورکړی.

د کرکټ نړیوالې شورا د اعلان له مخې پاکستانۍ کرکټ ملي لوبډله د بنګله دیش خلاف د ټیسټ لوبو ګټلو سره سره په اعلان شوی درجه بندۍ کې له دریم مقام څخه شپږم مقام ته ګوزار شوې ده.

دیادونې وړ ده چې ویسټ انډيز ته د انګلستانۍ کرکټ ملي لوبډلې د وروستۍ ټیسټ لوبې بایللو وروسته پاکستانۍ کرکټ ملي لوبدلې ته څو ورځې وړاندې په تیسټ کرکټ کې دریم مقام په لاسه ورغی چې پدغه مقام کې پاتې کېدل د پاکستان لپاره د څوو ورځو میلمستیا وه.

د کرکټ نړیوالې شورا د معلوماتو له مخې چې پاکستانۍ کرکټ ملي لوبډله د پخوا ۱۰۳ امتیازونو په ځای اوسمهال په نوې درجه بندۍ کې ۹۷ امتیازونه لري.

د کرکټ نړیوالې شورا لخوا د نوې اعلان شوې درجه بندۍ له مخې سویلي افریقې په ۱۲۱ امتیازونو سره د ټیسټ کرکټ واکمني له ځان سره ساتلې ده چې ورپسې اسټرالیا دویمه لیکه کې ده.

په ټیسټ کرکټ کې نیوزیلینډۍ کرکټ ملي لوبډله ډیره وړاندې تللې ده چی د سویلي افریقې او اسټرالیا وروسته یی دریمه لیکه خپله کړیده.

دغه راز په اووم مقام کې ولاړه هندۍ لوبډله هم په نوې اعلان شوې درجه بندۍ کې څلورم مقام ته اوچته شوې ده.

د کرکټ نړیوالې شورا د اعلان له مخې انګلستان پنځم ، پاکستان شپږم ، سریلانکا اووم ، ویسټ انډیز اتم ، بنګله دیش نهم او زمبابوی بیا وروستی لسم مقام له ځان سره لري.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام