افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، چې پر افغانانو جنګ تپل شوی او دغه تحميل شوي جنګ ته به په جنګ ځواب ورکوو.
نوموړي زياته کړه، چې د افغانستان د جنګ او ناامنيو یو بل عمده لامل د عراق، سوريې، ليبیا او یمن اسلامي هېوادونو له منځه تلل دي او د نوموړي په وينا د دغو هېوادونو سقوط پر افغانستان هم منفي اغیز کړی دی.
نوموړي چې د کرواشيا ولسمشرې کپتارویج سره په ګډه خبري ناسته کې وينا کوله وویل، افغان حکومت به د مخالفو وسله والو او ترهګرو پرضد د جنګ کولو سره سره د سولې هيله هم ژوندۍ وساتي.
ولسمشرغني زياته، چې نړېوال ترهګر غواړي له افغانستان څخه د نړۍ د بې ثباتۍ له پاره کار واخلي؛ خوافغان ځواکونه د نړۍ په استازيتوب له ترهګرو سره په جګړه بوخت دي.
نوموړي دا هم وویل، چې همدا اوس تر ټول بد اعمال او وژنې د بهرنيو ترهګرو له خوا په افغانستان کې ترسره کيږي.
جرمي اقتصاد
افغان ولسمشر د کروشيا ولسمشرې سره په ګډه خبري ناسته کې زياته کړه، چې د افغانستان اوسنی جرمي اقتصاد هم د افغانانو امنيت له ګواښ سره مخ کړی دی.
ده وویل، چې په افغانستان کې د جرمي اقتصاد شتون د نړېوالو ترهګرو د تمويل يو عمده سرچينه بلل کيږي.
جمهور رییس غني دا هم وویل، چې د جرمي اقتصاد له امله ۵ سلنه ځوانان په ښارونو او ۱۳ ٪ نور يې د هېواد په لرو پرتو سيمو کې په نشه یي توکو اخته شوي.
د غني په وينا، جرمي اقتصاد د ترهګرو اکمالات منځ ته راوړي او دغه چاره د افغانانو امنيت له سخت ګواښ سره مخ کړی دی.
له بل لوري د کرواشيا ولسمشرې کپتارویج وویل، چې هېواد يې په تېرو ۱۱ کلونو کې افغان امنيتي ځواکونو ته بېلابېل اسلامي روزنې ورکړي او دوی به د افغان ځواکونو سره د قانون تطبیق، امنیت او سولې په برخه خپلو مرستو ته دوام ورکوي.
کرواشیا هغه هېواد دی، چې څلورکاله دمخه يې په خپل هېواد کې د اروپايي ټولنې سره د یوځای کېدو په موخه ټولپوښتنه پېل کړه.
د ټولپوښتنې څخه وروسته دې نتيجې ته ورسېدل، چې باید د دغه هېواد غړيتوب ترلاسه کړي