په فاریاب او بغلان ولایتونو کې د سختو سېلابونو د راوتلو له امله ۸ تنه مړه شوي دي.
د فاریاب ولایت له طبیعي پېښو سره د مبارزې رییس سلام وطندار ته وویل، چې دغه سېلابونه تېره ورځ (جمعه) د فاریاب ولایت په بل چراغ، پشتون کوټ او ګُرزیوان ولسوالیو کې د ډېر اورښت له امله راوتلي دي.
د فاریاب له طبیعي پېښو سره د مبارزې رییس وايي، چې په دغو سېلابونو کې ۷ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
عبدالوهاب زیاته کړه، چې دغو سېلابونو شاوخوا ۳۰ کلي وران کړي او له ۱۰۰۰ زیاتې کورنۍ یې زیانمنې کړې دي.
په ورته وخت کې د بغلان مرکزي ولسوال ګوهر خان بابري سلام وطندار ته وویل، چې یو تن مړ شوی او ۱۱ تنه ټپیان شوي دي.
ګوهر خان وايي، چې په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې هم د سېلابونو له امله ۵۰۰ کورنۍ زیانمنې شوې دي.
د بغلان له طبیعي پېښو سره د مبارزې رييس محمد نصیر کوهزاد وویل، چې د سېلابونو له امله د دوشي او دهنهً غوري ولسوالۍ اوسېدونکیو ته زیات زیان رسېدلی دی.
د کوهزاد د دغو ولسوالیو د سېلاب ځپلو د شمېر په اړه څه ونه ویل، خو زیاته یې کړه، چې د څېړنۍ ټیم یې سیمې ته لېږلی دی.
څو ورځې وړاندې هم د بدخشان ولایت د خواهان په ولسوالۍ کې د ځمکښویېدنې له امله ۵۲ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ. د راپورونه له مخې تر اوسه د دغو ناورین ځپلو سره مرسته نه ده شوې.
د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د ځمکښویېدنې او سېلابونو له امله په لسګونه وګړي مړه کېږي. د ۱۳۹۳ کال په غوايي میاشت کې د بدخشان ولایت په ارګو ولسوالۍ کې د ځمکښويېدنې له امله په لسګونه وګړي ورک شول او ووژل شول.