د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت نن کابل کې د افغانستان د اوسني وضعیت او په دې کې د قومي مشرانو او مخورو د ونډې په اړه د هېواد له بېلابېلو ولایتونو نه قومي مشران او د شوراګانو استازي رابللي وو.
په همدې اړوند جوړې شوې غونډې ته د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر محمد ګلاب منګل قومي شخړې، اداري فساد، د بشري حقونو تر پښو لاندې کېدل او د میندو مړینه؛ د کلیوالو خلکو سترې ستونزې وبللې.
ښاغلی منګل وویل، قومي شوراګانې باید دغو ننګونو پر سره کلکه مبارزه وکړي، منګل وویل د ولسونو د ستونزو په هواري کې قومي مشران او مخور اغیزمن رول ادا کولی شي.
نوموړی وایي، چې په هېواد کې د روانې جګړې پای ته رسولو یواځينی راز د خلکو په یوالي کې نغښتی دی.
دغه راز، غونډې ته د سولې عالي شورا غړي او د نړیوالو اړیکو مسول محمد اسماعیل قاسم یار د خلکو بي اتفاقي د روانط جګړې ستر لامل وباله.
قاسمیار په خپلو خبرو کې زیاته کړه، چې د افغانستان شخړه یو بین الافغاني تفاهم ته اړتیا لري او په دې برخه کې له بهرنيو تګلارو کورنۍ هغه ډېره ګټورې ثابتیدلی شي.
خو د غونډې ځينو برخوالو پر حکومت هم نیوکې وکړې او ویې ویل، چې چارواکو له ولس پام اړولی دی.
دکونړ د قومي شوراګانو غړي ډاکټرفیاض وویل، د چوکیو پر سر اختلاف او پر نورو مسایلو د حکومت بوختیا د ناامنۍ اصلي علت دی.
ساپي زیاته کړه، چې نوي حکومت ولس له پامه غورځولی او په خپلو ګټو پسې ګرځي.
ساپي ټینګار وکړ، چې په افغانستان کې د موجودو ستونزو د حل له پاره باید قومي مشران او مخور مټې رابډ وهي.
په دې ناستې کې په افغانستان کې د قومي مشرانو او مخورو د ژوند پر وضعیت هم خبرې وشوې او غوښتنه وشوه، چې حکومتي بنسټونه د قومي شوراګانو نه ملاتړ وکړي او هغوی ته جدي پاملرنه وشي.
په تېرو وختونو کې په افغانستان کې زیاتره وړې او غټې ستونزې د همدغو قومي مشرانو او مخورو له لورې حلېدلې، خو په تېرو ۱۳ کالونو کې په بیلا بیلو ولایتونو کې د نامعلومه وسله والو له لورې قومي مشران او مخور ووژل شول، چې له امله یې د ټولنیزو او حکومتي ستونزو په حل کې د دوی ونډه کم رنګه شوې برېښي.





