ښایي د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی چپ لاسی بالر او پخوانی افغان روزونکی کبیرخان وقاریونس ته دارام ورکولو په بهانه د پاکستانۍ کرکټ ملي لوبډلې دروزنې دنده واخلي.
پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې ښایي پخوانی افغان روزونکی کبیرخان د لنډې مودې لپاره راتلونکې میاشت د زمبابوی خلاف د پاکستانۍ کرکټ ملي لوبډلې روزنه وکړي.
ویل کېږي، چې د دې پرېکړه موخه دا ده، چې له ناکامیو سره مخ روزونکې وقاریونس ارام وکړي او د زمبابوی خلاف د کبیرخان په روزنه کې د خپلې روزنې غلطۍ په نښه کړي.
د یادونې وړ ده، چې پاکستانۍ کرکټ ملي لوبډلې د وقار یونس په روزنه کې تر اوسه سر په سر د ۵ نړیوالو یو ورځنیو لوبو سیریزونه بایللی دي.
پاکستان د وقار یونس په کپتانۍ کې تېره اونۍ د خپل کرکټ په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره بنګله دیش ته په بنګله دېش کې په یو ورځنیو سیالیو کې تاریخي ماتې وخوړې.
پښتون کبیرخان د افغان کرکټ ملي لوبډلې د روزنې له پرېښودو وروسته اوسمهال په پاکستاني کرکټ بورډ کې د ټاکوونکې ډلګۍ د غړي دنده لري.
ټاکل شوې ده، د زمبابوی کرکټ ملي لوبډله راتلونکې میاشت د درېیو یو ورځنیو او دوه شل اوریزو لوبو د لوبولو لپاره د ۵ سوو زرو ډالرو په لاسته راوړلو کې د نړیوالو له نظره نا امنه پاکستان ته سفر وکړي.
وقاریونس په خپله د پاکستانۍ کرکټ ملي لوبډلې لپاره په ۹۰ یمه لسیزه کې ۴ ټیسټ او ۱۰ نړیوالې یو ورځنۍ سیالۍ وکړي، خو د وقاریونس او وسیم اکرم په څېر د نړۍ مشهوره تیزو بالرانو په موجودیت کې یې ونه کړی شول، چې په پاکستانۍ کرکټ ملي لوبډله کې دوامداره ځای خپل کړي.
کبیرخان د نړیوال کرکټ له پرېښودو وروسته په سکاټلینډ کې لوبه او روزنه پیل کړه او ترڅنګ یی افغان کرکټ ملي لوبډلې سره د روزنې وړاندې تر ۲۰۰۴ زېږديز کال پورې د حبیب بینک کرکټ لوبډلې لوبه او روزونه هم تر سره کړه.
کبیرخان نېږدې شپږ کاله په دوه دورو کې د افغان کرکټ ملي لوبډلې روزنه هم وکړه، چې په روزنه کې یې افغانستان درې ځله شل اوریزو نړیوال جام سیالیو ته او د لومړي ځل لپاره د اسټرالیا او نیوزیلینډ په کوربتوب ۲۰۱۵ کال پنځوس اوریزو کرکټ نړیوال جام سیالیو ته ورسېد، خو په حیرانوونکي توګه یې د نړیوال جام سیالیو د پیل څو میاشتې وړاندې د افغان کرکټ ملي لوبډلې سره د روزنې دنده پرېښوده.