د کابل په دار الامان سیمه کې د حبیبي یې لېسې ته مخامخ په امنیتي موټر چاودنه شوې ده.
دغه چاودنه د پولیسو په یوه رنجر موټر باندې د یو چسپکي ماین په واسطه شوې ده.
د کابل امنیتي ځواکونه د پېښې د مرګ ژوبلې اړه معلومات نه ورکوي، خو عیني شاهدان وايي، چې دوه تنه یې په ټپي حالت کې لیدلي دي.
تر اوسه کومې وسله والې ډلې د پېښې د مسولیت په اړه څه نه دي ویلي.





