د شلمې پیړۍ پای په نړۍ کې د افغان سرښندنو او ویاړنو د نمانځلو پای و.
د شلمې پیړۍ په پای کې د کمونیزم د ستر ټیکدار پخواني شورو د سرو لښکرو ماتې د نړۍ په وینو لړلې تاریخ کې یو بل باب ته مخه ښه وکړه.
په کال ۱۳۷۵ د غویي په ومه ( ۱۹۷۹ د ډسمبر په ۲۴) د پخواني شوروي سرو لښکرو په ګران هیواد یرغل وکړ، دې خونړۍ یرغل لس کاله دوام وکړ او د غویي په اتمه افغان میړني ولس د بریالیتوب د جشن په توګه د روس مات شوي پوځ ننداره د حیرتانو په پله وکړه، چیرته چې ، په دې لنډه موده کې د افغان میړنو شا وخوا دوه میلیونه سرونه د خپل ناموس د ساتنې په پار له تنه جلا شول، په میلیونونه افغانان بې کوره، معیوب او له جګړې څخه په یو نه یو ډول زیانمن شول.
پخوانې شوروي چې د خپل زور او ځواک په اوج کې وه، له افغانستان د مخه پنځلس ځواکمن هیوادونه تر خیتې لاندې کړي وو، چې په دې کې د المان د ځواکمن دیکتاتور ادولف هیتلر ماته هم شامله وه
زموږ بدمرغي د ١٣٥٧ ل کال د ثور له اوومې پيل شوې ده او تر اوسه دوام لري، پر موږ له هماغې ورځې دا ټولې ورځې تورې راغلي دي او لا به هم راروانې وي.