مالي بحران سره مخ زمبابوي کرکټ لوبډلې د ډالرو په زور بې امنه پاکستان کې سیالیو ته زړه ښه کړی
ټاکل شوې ده د کرکټ نړیوالې شورا سره ټیسټ غړیتوب لرونکې زمبابوي لومړۍ کرکټ ملي لوبډله شي چې د ۶ کلن انتظار وروسته راتلونکې میاشت د یوې اونۍ لپاره د نړیوالو سیالیو ترسره کولو په موخه پاکستان ته سفر کوي.
دغه سفر د کرکټ نړیوالې شورا په رسمي سیالیو کې ځای نه لري او د دواړو پاکستان او زمبابوي کرکټ بورډونو په همغږۍ د پاکستان په مصارفو ترسره کېږي.
دیادونۍ وړ ده چې پاکستاني کرکټ بورډ د څوو کلونو راپدیخوا هڅې پیل کړي ترڅو له ۲۰۰۹ کال راهیسي خپل شاړ نړیوال کرکټ لوبغالي بیرته په نړیوالو لوبو اباد کړي.
په ۲۰۰۹ کال کې د پاکستان په لاهور ښار کې په سریلانکایۍ کرکټ ملي لوبډلې د خونړي برید وروسته د افغانستان پرته د نړۍ یوه مخکښه کرکټ لوبډله پاکستان کې سیالیو ته زړه نه ښه کوي او پاکستان د خپل کوربتوب ټولې سیالۍ د زیات تاوان په بدل کې په عربي اماراتو کې ترسره کوي.
پاکستاني رسنیو ویلي دي، که د زمبابوي کرکټ بورډ لخوا امنیتي ډلګۍ راتلونکې اونۍ د پاکستان له حالاتو ډاډ منه شي؛ نو زمبابوي به پاکستان ته سفر وکړي.
ویل کېږي چې د زمبابوي کرکټ ملي لوبډله به دپاکستان کرکټ بورډ په مرکزي دفترلاهور میلمستون کې میشته وي او په لاهور کې به لوبې ترسره کړي.
د پاکستان کرکټ بورډ یوه لوړ پوړي چارواکي سبحان رسنیو سره په خبرو کې ویلي دي که د کرکټ نړیوالې شورا لخوا ورته د لوبې لوبڅاران او ریفریان ونه لیږل شي؛ نو د زمبابوي او پاکستاني لوبڅارانو او ریفریانو څخه به د سیالیو پرمهال ګټه واخلي.
دیادونې وړ ده چې ددې سیالیو غوښتنه پاکستاني کرکټ بورډ کړې ده او د سفرټول مصارف او دغه راز زمبابوي کرکټ ملي لوبډلې ته به د لوبو فیس هم کوربه هیواد ورکوي.
دیادونې وړ ده چې اوسمهال د زمبابوي کرکټ بورډ له سخت مالي بحران سره مخ دی او له همدې کبله یی د ډالرو په زور بې امنه پاکستان کې سیالیو ته زړه ښه کړی.





