نا تایید شوي راپورونه وايي، چې کرکټ بورډ د ملي کرکټ ټيم د کپټان پر ګومارنې غور کوي، په دغو کسانو کې سمېع الله شینواری، ميروېس اشرف او اصغر ستانکزی شامل دي.
داسې راپورونه هم شته، چې پخوانی کپټان نوروز منګل د کپټان په توګه و ګوماري.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې کپتان (ال راونډر) ښی لاسی بیټسمین او اف بریک بالر محمد نبي عیسی خیل د څه باندې دوه کاله کپتانۍ وروسته په رسمي توګه دغه دنده پریښوده.
دیرش کلن نبي عیسی خیل د دوشنبې ( اپرېل ۲۰مه) ورځ په کرکټ بورډ کې برابرې شوې رسنیزې غونډې ته وویل چې د کرکټ ملي لوبډلې د وروستیو ناکامیو او دغه راز د خپلې شخصي خرابې کارکردګۍ له کبله دندې پریښودو ته مجبوره شوی.
د یادونې وړ ده چې نبي عیسی خیل په ۲۰۱۳ کال مارچ میاشتې کې د ملي لوبډلې د پخواني کپتان نوروزمنګل په ځای د کرکټ ملي لوبډلې کپتان ګمارل شوی و.
که څه هم افغان کرکټ بورډ په رسنیزه غونډه کې د نبي عیسی خیل ځای ناستی اعلان نه کړ خو په یوه شمیر معتبرو ټولنیزو رسنیو کې ویل شوي چې د کرکټ ملي لوبډلې کپتاني منځني بیتسمین اصغرستانکزي ته ورکړل شوې ده.
د یادونې و ړ ده چې افغان کرکټ ملي لوبډله د نبي عیسی خیل په خپله کپتانۍ کې د لومړي ځل لپاره د اسټرالیا او نیوزیلینډ په کوربتوب ۵۰ اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالیو کې ولوبیده او هم یې د بنګله دیش په کوربتوب د ایشیا کپ په لومړي ګډون کوربه لوبډله له ماتې سره مخ کړه.
دغه راز د نبي عیسی خیل په کپتانۍ کې افغان کرکټ ملي لوبډلې د نوروزمنګل په کپتانۍ کې زیاتره ترلاسه شوې اتلولۍ له لاسه ورکړې او هم یې خپله شخصي کارکردګي بدترینه حالت ته رسیدلی وه.
نبي عیسی خیل په پنځوس اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالیو کې دیوه کپتان په توګه په ۶ رسمي سیالیو کې یواځی د ۱۵ منډو اوسط سره ۹۰ منډې او ۳ ویکټې ترلاسه کړې.
محمد نبي عیسی خیل د استعفا پرمهال وویل ،ویاړي چې دوه کاله یی د افغانستان له پاره کپتاني او ترخپلې وسې یې د افغانستان له پاره دبریاو خپلولو هڅې وکړې؛ خو بیا هم په ټیمي او انفرادي توګه له وروستیو لاسته راوړنو خوښ نه دی او له دی وروسته به د یوه کپتان په توګه نه بلکې دیوه لوبغاړي په توګه له ملي لوبډلې سره لوبی ته دوام ورکړي.
ښاغلي عیسی خیل له خپلو مینه والو او کرکټ بورډ چارواکو مننه وکړه چې تل یې د ده ملاتړ کړی او بې کچې مینه یې ورکړې.
نبي عیسی خیل د افغانستان د کرکټ هغه یواځینی کرکټر دی چې په ټولو ترسره شویو ۵۱ پنځوس اوریزه سیالیو کې دافغانستان لپاره لوبیدلی چې د سمیع الله شینواري وروسته زیاتې څه باندې زر منډې او له حمید حسن وروسته ددویم مخکښه بالر په توګه ۴۵ ویکټې په خپل نوم ثبت لري.