وردګو کې د نجونو بدل او له ښځو سره تاوتریخوالي

۲۴ کلنه زهرا د خپل ورور بدلي ده، ۱۲ کاله زده کړې یې کړي، خو یو موټر چلونکي ته واده شوې ده.

د هغې ورور خپله ښځه د کورني تاوتریخوالي له امله طلاق کړې، خو اوس د زهرا خاوند هم غواړي خپله مېرمن د دې لپاره طلاق کړي، چې بدلي "خور" یې طلاقه شوې ده.

زهرا له سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، له کله نه چې واده شوې ده، له هغې ورځې  د ژوند تر ترخو سره مخ ده.

نوموړې زياته کړه نه یې غوښتل، چې له بې سواده شخص سره واده وکړي، خو د ژوند ناڅرګندو پرېکړو تر ۱۲ کلونو زده کړو او زحمتونو وروسته له ښاره د لېرې ولسوالۍ بهسودو په یوه زاړه کلي کې واده شوه او له یو بې سواده سړي سره یې د ژوند پيوند ټینګ شو.

زهرا زیاتوي، له وهلو، ټکولو او حتی د کور نه له شړلو وروسته یې خاوند طلاق کړه او درې اولادونه یې ور نه ایسار کړي دي.

هغه وايي، له دومره ظلم وروسته نوموړې د پلار په کور کې د ژوند ترخې شېبې تېروي.

زهرا له ټولو کورنیو وغوښتل، چې  خپلې لوڼې په بدل ورنه کړي، ځکه د ژوند په لومړیو کې خواږه، خو وروسته د دواړو کورنيو ترمنځ د يوې عادي موضوع پر سر د خوشحالۍ تار شکيږي.

د مېدان وردګو د ښځو چارو ریاست بیا وایي، چې د پخوا په پرتله د نجونو بدل کم شوی، خو بیا هم په یو شمېر لرو پرتو نا امنه سیمو کې نجونې پرته له دې، چې د دوی نظر واخیستل شي؛ په بدل، بدو، او د پیسو په مقال کې پلورل کیږي.

د ميدان وردګو د ښځو چارو سرپرستې مینا احمدي سلام وطندار ته وویل، زهرا یوه لوستې نجلې وه، خو له یوه بې سواده سړي سره د خپل ورور په بدلي واده شوې ده.

له کوم وخت راهیسې، چې  د زهرا ورور خپله مېرمن د یو لړ کورنیو ستونزو له کبله طلاق کړه، نو د دې خاوند هم بې له کومې ستونزې زهرا د وهلو ټکولو او ان له کوره شړلو وروسته یې طلاق اخیستلو ته مجبوره او له خپل خاوند نه جلا شوه.

احمدي وایي، د زهرا رضایت دا نه و، چې له خاوند نه طلاق واخلي، خو خاوند یې دې ته اړ کړې، چې د زهرا ورور یې، خور طلاقه کړې او زهرا دې هم طلاقه شي.

د ميدان وردګو د ښځو چارو ریاست سرپرستې زیاته کړه، چې تر ډېره پورې په دغه ولایت کې د بدلي ودونو له کبله له مېرمنو سره تاوتریخوالي راپيدا کیږي.

د ښځو فعالې فاطمه بیا وایې، د پخوا په پرتله ورځ تر بلې په ميدان وردګو ولایت کې د مېرمنو سره تاوتریخوالی زیاتیږي او یواځېنې علت یې په وردګو کې د ښځونالوستي، کمزوری اقتصاد او ناوړه دودونه دي.  

دا زياتوي، چې په دغه مسله کې باید ديني عالمان مرسته وکړي.

د ميدان وردګو سرپرست والي عبدالمجید خوږیاڼي سلام وطندار ته وویل، باید د ښځو چارو ریاست او مدني فعالانو له لارې لسګونه بېلا بېلې پروژې عملي شي، چې له مېرمنو سره د تاوتریخوالي پېښو او ناوړه دودنو کچې راښکته شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام