ډنیل فېلډمن: طالبان د امريکا د ښمنان نه دي

د افغانستان او پاکستان له پاره د امريکا ځانګړي استازي ډنيل فېلډمن ويلي، چې متحده ایالات هيڅکله هم طالبانو ته د دښمن په سترګه نه دي کتلي.

د نړېوالو رسنیو د راپور له مخې د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي دا هم ويلي، چې د پاکستان پوځي لوړ پوړي چارواکي د افغانستان سره په خپلو ژمنو ټينګ ولاړ دي.

فېلډمن زياته کړې، چې امريکا تل د ترهګرو پر ضد جنګ کړی او د افغانستان او پاکستان پر کرښه امنیت د پاکستان لپاره يوه اړينه مسله بلل کېدای شي.

نوموړي وویل، چې امريکا د بین الافغاني مذاکراتو پلوي کوي.

څو ورځې وړاندې بارک اوباما د افغان ولسمشر سره په سپينه ماڼۍ کې د يوې خبري ناستې په ترڅ کې وویل، که چېرې طالبان له القاعده سره اړيکې پرې کړي او له ترهګرۍ څخه لاس واخلي؛ نو امريکايي ځواکونه به له دوی سره هيڅ ستونزه ونه لري.

طالبانو ته د دښمن نه ويل، د امريکا لومړی ځل نه دی؛ بلکې د ۲۰۱۱ م زېږدیز کال د ډسمبر په ۲۱ مه نېټه د سپینې ماڼۍ ویاند جې کارني ویلي و، چې امریکا افغانستان ته د القاعده د ټکولو او د دې هېواد د باثباته کولو لپاره ورغلې.

جي کارني زياته کړې وه، طالبان د امریکا دښمنان نه دي او دا به ډېره بې معنی وي، چې واشنګټن دې په داسې دښمن بمونه، راکټونه او نورې مرګونې وسلې وکاروي، چې هغه خپل جدي دښمن نه ګڼي.

خو طالبانو بیا په بار بار امریکا خپله دښمنه ګڼلې ده او د دوی ۱۳ کلنه جګړه د همدې خبرې پخلی کوي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د افغانستان په خوست ولایت کې د ښځو نړېوالې ورځې په تړاو غونډې ته ويلي و، چې امريکا او طالبانو په پټه سره لاس یو کړی او غواړي د خپل حضور د دوام له پاره په افغانستان کې له طالبانو کار واخلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام