سعودي عربستان د یمن حوثي یاغیانو په خلاف پوځي عملیات پېل کړل

د سعودي عربستان هوايي ځواکونو نن (د مارچ په ۲۶مه) د یمن هېواد پر حوثي شیعه ملېشه ډلې حمله کړې ده.

د سعودي عربستان د رسنیو د معلوماتو له مخې تر اوسه په دغو عملیاتو کې ۱۳ تنه حوثي ملېشیان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.

د عربستان هوايي ځواکونو دغه عملیات د یمن د پلازمېنې شمال خواته د هوايي میدان او الدیلامي په سیمو کې پېل کړي دي.

د امریکا متحده ایالاتو کې د سعودي عربستان سفير هم تاييد کړې او ویلي یېدي،  چې دغه عملیات د یمن هېواد د ولسمشر په غوښتنه د حوثي وسله والو د ترهګریزو بریدونو په تړاو پیل شوي دي او په دې عملیاتو کې ورسره د نورو هېوادونو تر څنګ امریکا هم ملګرې ده.

بل خوا له سعودي عربستان سره د حوثي ملېشې پر ضد عملیاتو کې د برخې اخیستلو لپاره قطر، کویټ، بحرین، متحده عربي اماتو او امریکا د مرستې اعلان کړی دی.

دپاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویاندې تسنيم اسل ویلي دي چې سعودي عربستان ترې د حوثي ملېشو په ځپلو کې هوايي او بحري پوځي مرسته غوښتې چې دغه هیواد ورسره دهمکارۍ په اړه غور او سلا مشورې کوي.

د یادونې ده، چې حوثي ملېشې تېره ورځ د یمن هېواد عدن ښار تر ټولو ستر هوايي میدان باندې له حملې وروسته نیولی و.

دا عملیات په داسې حال کې کېږي، چې پخوا تر دې د امنيت شورا ١٥ غړو یو پرېکړه لیک تصويب کړى، چې له حوثي شيعه ګانو په کې غوښتنه شوې وه، چې، چې له دولتي ودانيو خپل ځواکونه وباسي او حکومتي چارواکي له نظربندۍ خوشې کړي او د ملګروملتونو په مشرۍ په يمن کې د قدرت پرسر د شخړې د حل لپاره مذاکرو ته غاړه کښېږدي.

حوثي وسله والو په جنورۍ میاشت کې د یمن پر ماڼۍ د برید له امله د دغه هېواد ولسمشر عبدالربوه منصور هادي تېښتې ته اړ کړی و.

په یمن کې کړکېچ وروسته له هغې زیات شو چې حوثي شیعه یاغیانو څه موده وړاندې د یمن لوی درستیز احمد عواد بن مبارک برمته کړ.

بل لور ته حوثي شیعه ملېشه یي ځواکونو د منصوري هادي پر نیولو یو لک ډالر انعام اېښی دی.

پخوا راپورنه خپاره شوي وو، چې حوثیان د حکومت د نړولو او د لازیات سیاسي واک د تر لاسه کولو زیار کوي.

د ملګروملتونو امنیت شورا د حوثي یاغیانو یاغيتوب او پر یمن د بې ځایه بریدونو سخت مخالفت کړی و.

امنیت شورا د جمهوررئیس منصورعبد ربه هادي د حکومت مشروعیت مني او له ټولو ډلو یي غوښتنه کړې چې مرسته او ملاتړ یې وکړي.

بل خوا د حوثي یاغیانو مشرعبدالملک الحوثي، وايي، ده د دې لپاره بغاوت ته مخ کړې ده، چې جمهوررییس عبد ربه هادي منصور د یمن د ویشلو پلان لري.

په پایتخت صنعاء کې روانو ناکراریو د یمن د حکومت د سقوط اندیښنې رامنځ ته کړې.

جمهوررئیس عبدربه هادي د القاعده شبکې خلاف هلوځلو کې د امریکا پلوی دی او د حکومت په سقوط به یې یمن کې احتمالا ګډوډي رامینځ ته شي.

د ملګروملتونو امنيت شورا د يمن له حوثي شيعه ياغيانو څو ځلي غوښتي وو، چې له قدرته لاس واخلي او له حکومت سره، خبرې وکړي.

حوثي ډله چې له شماله راغلې د ۲۰۱۴ کال په سپټمبر کې يې د یمن پر پلازمېنې صنعا ولکه ټينګه کړې ده. دوى دغه راز د يمن پر ځېنو نورو برخو هم کنټرول لري او د دغه هېواد ولسمشر او حکومت يې استعفى ته اړ کړ، په همدې حال کې پارلمان هم ړنګ شو.

په ملګرو ملتونو کې د اردن سفيرې دينا کاور وويل، بايد کندې ته د يمن لوېدلو مخه ونيسو.

د خليج د همکارۍ شورا چې له شپږو هېوادونو جوړه ده او عربي اتحاديې يا عرب ليګ له ملګرو ملتونو پر حوثي ډلې د بنديزونو لګولو غوښتنه کړې ده.

حوثي یاعیانو د سعودي عربستان او ګډو عملیاتو په اړه ادعا کړې چې څو جنګي الوتکې یې غورځولي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام