افغان کرکټ ملي لوبډله په (ایشیا کپ) کرکټ سیالیو کې برخه اخلي

د افغانستان کرکټ بورډ د یوې خبرباڼې په خپرولو سره وایي چې ټاکل شویده د افغانستان ګونګیانو کرکټ ملي لوبډله به په (ایشیا کپ) کرکټ سیالیو کې برخه واخلي.

دیادونې وړ ده چې افغانستان په لومړي پړاو (ایشیا کپ) کرکټ سیالیو کې هم برخه اخیستې وه خو د هغې وروسته دغه لوبډله ونشوه ساتلی او د بې پروایۍ سره مخ شوه.

افغان کرکټ بورډ یو ځل بیا د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وایي چې ټاکل شویده سبا د مارچ په (۲۵) نیټه  د افغانستان د نه اوریدونکو کرکټ لوبغاړو (ګونګیانو) کرکټ ملي لوبډلې ته د غوره لوبغاړو پیدا کولو لټون او ازموینه پیل کړي.

کرکټ بورډ وایي چې د ګونګیو کرکټرانو څخه به ازموینه سبا د افغانستان کرکټ بورډ په مرکزي دفتر (سرپټې) اکاډمۍ کې واخیستل شي.

د کرکټ بورډ خبرپاڼه زیاتوي چې د لوبغاړو د غوراوي وروسته به غوره شوي کرکټران په بیلا بیلو روزنیزو کمپونو کې شامل کړي ترڅو یې شته ستونزې هوارې شي او نړیوالو سیالیو ته ښه چمتو شي.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې چې د کرکټ اسیایي شورا لخوا به دوهم پړاو (ایشیا کپ) کرکټ سیالۍ د راتلونکي اپریل میاشتې په (۱۰) مه نیټه د پاکستان په لاهور ښار کې پیل شي.

کرکټ بورډ په خپله خبرپاڼه کې لیکي چې پدې سیالیو کې به د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په ګډون د سریلانکا ، بنګله دیش ، هندوستان، نیپال او کوربه پاکستان ګونګیانو کرکټ ملي لوبډلې هم برخه ولري.

دیادونې وړ ده چې دا دوهم ځل دی چې افغانستان د پاکستان په کوربتوب د ګونګیانو په (ایشیا کپ) کرکټ ټورنامنټ کې برخه اخلي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام