د ټولګټو وزارت چارواکي وايي، چې ډېر ژر به افغان سوداګر خپل سوداګریز مالونه د مزار شریف له لارې د ریل په واسطه بهرنيو هېوادونو ته وليږدوي.
د لومړي ځل لپاره افغانستان غواړي، چې د مزار شریف نه تر حیرتان پورې د غځېدلي اوسپنیزې پټلۍ له لارې خپل سوداګریز مالونه ازبکستان ته صادر کړي.
د ټولګټو وزارت سرپرست او تخنیکي مرستیال انجینر نور ګل منګل وايي، افغانستان به د دغې پټلۍ نه ښه اقتصادي ګټه واخلي او دغه تړون د ازبکستان له يوې تصدۍ سره شوې.
د همدې ریل پټلۍ له لارې د دوه اړخیزه سوداګرۍ او د دې لارې د ساتنې او څارنې تړون د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۵م زيږدیز کال د مارچ ۱۵ مه) د افغانستان د ټولګټو وزارت او د ازبکستان د (ساګدینا ترانس)کمپنۍ تر منځ لاسلیک شو.
منګل زياته کړه، د دې درې کلن تړون په اساس به هر کال افغان حکومت د دې رېل پټلۍ په ساتنې، څارنې او ګټې اخیستنې باندې ۱۹ میلیونه ډالر ولګوي.
د ټولګټو وزارت تخنيکي مرستيال وايي، د همدې تړون له مخې به ازبکستان هر کال ۵۰۰ افغانانو ته د ریل د پټلۍ د ساتنې او څارنې په برخه کې روزنه ورکوي.
یاده دې وي، چې د حیرتان – مزارشریف د ریل پټلۍ شاوخوا ۷۵ کیلو مټره اوږدوالی لري او د دغې پټلۍ د جوړولو لګښت د اسيا پراختيايي بانک له لوري ورکړل شوې ده.
د راپورونو پر بنسټ د حيرتان ـ مزارشریف پر پټلۍ ۱۷۵ میلیونه ډالر لګښت راغلی، چې ۱۷۰ میلیونه ډالر د یاد بانک له لوري او ۵ میلیونه ډالره نور يې د افغانستان د حکومت له لورې مصرف شوي دي.
د ټولګټو وزارت سرپرست مرستیال انجینر نورګل منګل وویل، چې د افغانستان له لارې د ترکمنستان او تاجکستان او بیا تر اقتصادي هېواد چین پورې او همدارنګه له اسلام قلعه څخه تر هرات او بیا تر تور غونډۍ پورې، د ریل د پټلیو د جوړېدو څیړنې دوام لري.
د نوموړي په وينا په دې برخه کې هم د اسیا پراختیایي بانک مالي مرستې ته چمتو والی ښودلی دی.
همدارنګه په کابل کې د ازبکستان سفیر یادګار خواجه شادمانوف وویل، چې هېواد یې غواړي په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د ټرانسپورټ په برخه کې له افغانستان سره په راتلونکي کې مرستې وکړي.





