ترینکوټ او ګیزاب د طالبانو له ۱۷ ورځنۍ ولکې خلاصه شوه

د ارزګان ولايت وياند دوست محمد ناياب سلام وطندار ته د ټېلفون په لیکه وویل، چې د تېرو ۱۷ ورځو را په دې خوا د ترینکوټ اوګیزاب ولسواليو ترمنځ لويې لارې پر سر د خلج په سيمه کې د افغان امنيتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ جګړه روانه وه، چې د امنيتي ګډو ځواکونو له لوري وروسته له شپږ ورځنيو چاڼیزوعملیاتو د وسله والو مخالفانو څخه پاکه شوه.

 د نایاب په خبره، په دغه جګړه کې ۱۷ تنه وسلوال وژل شوي، ۸ نور ژوبل او ۲ افغان ځواکونه ټپیان شوي دي.

د دوست محمد نایاب په وينا د ژوبل شويو کسانو  روغتیایي حالت د اندېښنې وړ نه دی.

له بل لوري د ارزګان ولایت د امنیه قومندانۍ جنایي مدیر ګلاب خان وايي، چي په سیمه کې د پولیسو له لوري په دغو چاڼیزوعملیاتو کې ۴۰ کړۍ بېلابېل ډول ماینونه کشف او خنثا شوي دي.

د ويلو ده، چې تر اوسه کومې وسله والې ډلې په دغو عملیاتو کې د اوښتو زیانونو په اړه څه نه دي ویلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام