د افغانستان ۲۳کلنه فوټبال ملي لوبډله، چې نړیوالو سیالیو ته د تیاریو په موخه د پرمختللو تمریناتو لپاره عربي اماراتو ته تللې ده؛ له پرله پسې بریاوو وروسته یې مورال لوړ شوی دی.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون له خوا خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې یادې لوبډلې د عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې پیاوړی (شاهین) فوټبال لوبډلې ته ۵ د ۳ ګولونو پر وړاندې ماتې ورکړه.
دیادونی وړ ده، چی (شاهین) فوټبال لوبډله د عربي اماراتو له مخکښو لوبډلو څخه ده، چی د عربي اماراتو په کورنیو فوټبال سیالیو کې ځانګړی ځای لري.
د فوټبال فدراسیون خبرپاڼه زیاتوي، چې په شاهین لوبډله کې د ایران، فرانسې او عربي اماراتو تکړه فوټبال لوبغاړي هم شامل دي.
د خبرپاڼې له مخې چې د روان ورزشي سفر په دوام افغانستان خپله دویمه تمریناتي سیالۍ د عربي اماراتو په الوصل لوبغالي کې د دوبۍ له اوبو او برېښنا ریاست له منتخبې فوټبال لوبډلې سره وکړه، چی افغان لوبډلې ۷ ګولونو په وهلو سره په ستر توپیر سره وګټله. د ریاست لوبډلې ۲ ګولونه وهلي وو.
د یادونی وړ ده، چی له دې تمریناتو وروسته به افغان ۲۳ کلنه فوټبال ملي لوبډله د یوې اونۍ تمریناتو لپاره د ایران شیراز ښار ته سفر وکړي.
دافغانستان فوټبال فدراسیون وایي، چی د دی تمریناتو موخه د ایران په کوربتوب په ۲۰۱۶ کال کې د برازیل المپیک سیالیو ته د اسیا لومړي پړاو ټاکنیزو سیالیو ته ښه تیاری دی.





