د حکومت او سیاف سیاسي ناندرۍ

د حکومت اجرایه مشر عبدالله عبدالله نن(دمارچ ۹مه) کابل کې د مارشال محمد قسیم فهیم د مړینې لومړي تلین یاد غونډې ته وویل، له هغه چاسره به هیڅکله هم معامله ونه کړي، چې د امتیاز له پاره اورته لمن وهي.

ښاغلي عبدالله زیاته کړه چې د یوې شېبې له پاره هم جګړه نه غواړي، خو په هېواد کې به یواځې له ټول منلې سولې پلوي کوي.

هغه وویل، هیڅ نه غواړي، چې له مقابل اړخ سره یو لاس شي او خپلې خاورې ته اور واچوي.

عبدالله زياته کړه، چې که څوک د امتياز لپاره اور ته لمن وهل غواړي نو امتیاز ورته نه شته.

افغان اجرايوي مشر وویل،  چې که وسله وال له ترهګرۍ لاس واخلي او له حکومت سره مخامخ خبرو ته حاضر شي، نو دوی به هم ورته ښه راغلاست ووايي.

دده په خبره، چې هیڅوک باید له خپلې خاورې تبعید نه شي او زمینه برابره نه شي، چې افغانان د نورو د اهدافو له پاره وکارول شي.  

په ورته وخت کې پخواني جهادي مشر عبدرب الرسول سیاف په خپله وینا کې په حکومت توندې نیوکې وکړلې.

سیاف وویل، چې د ګډوډیو پلوی نه کوي، خو د سولې بهیر باید د خلکو په غوښتنه پرمخ ولاړ شي.

دغه جهادي مشر پر ولسمشر محمد اشرف غني دهغې خبرې له امله نیوکه وکړله، چې ویلي يې وو، افغان امنیتي ځواکونه به غیر سیاسي کړي.

سیاف ټېنګار وکړ، چې دامنیتي ځواکونو غیر سیاسي کول هیڅ ځای نه نیسي او په وینا یې همدا جهادي څېرې دي، چې له هیواده یې ساتنه کړې.

په دې برخه کې استاد سیاف دهغه پخواني قوماندانانو نومونه واخیستل چې په بېلا بېلو پېښو کې ترور شوي.

له دې یادونې څخه د دغه پخواني جهادي رهبر مقصد دا و، چې دمقاومت د دورې مشران د هیواد پر سیاست اغیز اچونکي و او له همدې کبله ترور کېدل.

دنوي حکومت له رامنځته کېدو وروسته دا دویم ځل دی، چې دحکومت اجرايوي رییس عبدالله عبدالله او جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف په یوې غونډه کې د یو بل پر وړاندې ګوت څنډنې کوي.

د سیاسي چارو کارپوهان دغه ګوت څنډنې ددوي ترمنځ دامتیازاتو پر سر اختلافونه بولي.

لیکوال او ژورنالیست عصمت قانع وايي، چې د اجرايوي مشر او پخواني جهادي رهبر نننۍ ( دمارچ ۹مې) خبرې ددوي ترمنځ د درز نښې نښانې په ډاګه کوي.

قانع زیاتوي، ددغه دواړو مشرانو نننۍ خبرې د یو بل سره د سیاسي ډوله لفظي جګړې دوام دی.

قانع ددې درز علت هغه امتیازات بولي، چې دجهاد په نوم یې له حکومت څخه د لاسته راوړنو په هڅه کې دي.

دا څرګندونې داسې مهال کیږي، چې د اکسپریس په نوم پاکستانۍ ورځپاڼې تېره ورځ رپوټ خپور کړ، چې حکومت کې د طالبانو د راشریکولو له پاره یې هغوی ته، دافغان دولت له خوا د ۳۰ سلنه وزارتونو او ۳ ولایتونو د وړاندیز خبر خپور کړی و.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام