د بشري حقونو د څار نړېوال سازمانونه وایي، چې د افغانستان نوی حکومت باید په راتلونکي کې د سولې په هر ډول خبرو اترو کې ښځو ته ونډه ورکړي.
د ښځو حقونو د څېړنو مشر هیدربار د یکشنبې په ورځ(مارچ ۱مه) په نیویارک کې وویل،د افغان حکومت او طالب وسله والو سره د سولې له خبرو اترو څخه باید افغان داخلي؛ سياسي ګوندونه ډاډ حاصل کړي او ښځو ته په کې هم فعاله ونډه ورکړل شي.
هیدربار زیاته کړه، د ملي یووالي حکومت باید د خبرو اترو په بهیر کې د بشري حقونو او په ځانګړي ډول د ښځو له حقونو څخه ساتنه وکړي.
د ده په باور د افغان دولت له ورستیو څرګندونو داسي ښکاري، چې د سولې هلې ځلې بیا پیل شوي، خو په دغه برخه کې بيا ښځو ته هیڅ ونډه نه ده ورکړل شوې.
د بشري حقونو د څار سازمان د ۲۰۱۴م زېږديز کال د اکسفام موسسې د راپور پر بڼسټ لیکي، چې د سولې په ۲۳ دورو خبرو اترو کې یوازې یوې ښځې ګډون درلود.
یاد سازمانونه مشر څيړونکی وایي، دا مسله د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۱۳۲۵ کال د پرېکړه لیک سره په ټکر کې ده.
په دې پرېکړه لیک کې راغلي باید د سولې او امنیت راوستلو په هڅو کې د ښځو تاریخي رول او ګډون له پامه ونه غورځول شي.
هیدربار زیاتوي، ولسمشر غني اوس هم دا موقه لري، چې ټولو افغانانو ته د سولې په خبرو اترو کې د بشري حقونو د نه نقض کېدو ډاډ ورکړي.
له دې مخکې د نړېوالې بښنې عمومي سازمان د سولې په خبرو اترو کې د ښځو نه ګډون څخه اندېښنه څرګنده کړې وه.
دې سازمان ویلي و، چې د سولې په خبرو کې د ښځو نه ګډون د بشر حقونو وضعیت تر سوال لاندې راولي.
څو ورځې مخکې اجرايوي مشر عبدالله عبدالله د وزيرانو په غونډه کې د سولې د بیا خبرو د پېل کېدو خبر ورکړ، خو د کره نيټې په باب يې څه ونه ويل.
ویل کیږي، چې داځل به د افغان دولت مخالفو وسله والو سره د سولې خبرې اترې د پاکستان په ملاتړ او
چین په منځګړیتوب ترسره شي.