د افغانستان په کرکټ کې مخکښه لوبڅار او د کرکټ بورډ د لوبڅارۍ څانګې مشر احمد شاه پکتین په اسیایي کرکټ سیالیو کې دلوبڅارۍ دندې ترسره کولو وروسته هیواد ته راستون شو.
ښاغلي پکتین ته د کرکټ اسیایي شورا لخوا ۲۰۱۶ کال شل اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالیو ته په اسیایي ټاکنیزو پړاو سیالیو کې د لوبڅارۍ دنده ورکړل شوې وه.
د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې چې ښاغلي پکتین د عربي اماراتو په کوربتوب شل اوریزه کرکټ لوبو پرمهال په ۲ لوبو کې د مهم لوبڅار په توګه خو په وروستۍ (لیګ) سیالۍ کې د احتیاطي لوبڅار په توګه دنده ترسره کړه.
ددی سیالیو پرمهال احمد شاه پکتین د لوبڅارۍ دنده د مالدیف او کویټ کرکټ ملي لوبډلو ترمینځ دسیالۍ پرمهال ترسره کړه.
دغه راز ددې سیالیو وروسته ورته په ورپسې سیالۍ کې د سعودي عربستان او سنګاپور کرکټ ملي لوبډلو ترمینځ سیالۍ کې دلوبڅارۍ دنده ورکړل شوه او همدا یې دلوبڅارۍ پای وه.
ددې سیالیو په وروستۍ (لیګ) لوبه کې ورته د مالیزیا او سنګاپور کرکټ ملي لوبډلو ترمینځ د لوبڅارۍ په ډله کې شامل شو خو یواځې د احتیاطي لوبڅار دنده یې ترسره کوله.
د عربي اماراتو په کوربتوب شل اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالیو ته د اسیا په ټاکنیز پړاو لوبو کې شپږو هیوادونو سعودي عربستان ، عمان، مالیزیا، کویټ، مالدیف او سنګاپور لوبډلو برخه اخیستې وه چې په پای کې د (لیګ) پړاو لوبو وروسته عمان د ۵ لوبو وروسته په ۴ بریاوو سره د ایرلینډ او سکاټلینډ په کوربتوب د اسیا وچې څخه د افغانستان، هانګ کانګ، عربي امارات او نیپال کرکټ ملي لوبډلو سره یوځای د شل اوریزه نړیوال جام نړیوال ټاکنیز پړاو ته لاره پیدا کړه.
افغان لوبڅار احمد شاه پکتین د کلونو راپدیخوا د افغانستان په کرکټ بورډ کې دلوبڅارۍ دنده ترسره کوي او د افغانستان په کچه د مخکښ لوبڅار په توګه پیژندل کېږي.
نوموړي د بیلا بیلو کورنیو ټورنامنټونو ترڅنګ په اسیایي کچه په بیلا بیلو رسمي او غیر رسمي سیالیو کې دلوبڅارۍ او یا هم د احتیاطي لوبڅار دندې ترسره کړي دي او د نړیوال لوبڅار مقام ترلاسه کولو په موخه یې هڅې روانې دي.